عبدالله مقرى : اخترونه اوس تښتيدلي دي

مقرى

عبدالله مقرى وايي اوس اختر له افغانانو تښتيدلى دى

نامتو افغان سندرغاړى عبدالله مقرى وايي د افغانانو له کالۀ اختر کډه کړې او اوس د وير ټغر داسې ويړ شوى چې له خلکو اختر هير شوى دى .

عبدالله مقري چې د لوى اختر په وياړ له دوبۍ د بي بي سي سهارنۍ خپرونې سره خبرې کولې وويل چې حتى د خليج په هيوادونو کې هم اوس افغانان کنسرتونه نه لري .

تاسو اختر څرنگه لمانځئ ؟ که د خوښۍ او وير او يا بله کيسه لرئ راته ويې ليکئ ځينې به يې په سهارنۍ خپرونې کې خپرې کړو او ځينې به يې له همدې پاڼې وروسته ولولئ .

عزت الله اخترزى له مانچستر انگلستان نه

زۀ له عبدالله مقري سره همغږى يم چې نن سبا د اختر ورځې نه دي غمونه دي .

ضيا له ايتاليا

اختر دې د ټولو افغانانو مبارک وي . د عبدالله مقري خبرې ډيرې سمې دي .

ذکريا شنيزى له برايتن انگلستانه

د ګران او قدرمن استاد عبدالله مقري خبره معقوله او پر ځای ده، ځکه نن ورځ مې داسې کلی کور نه دى لیدلی چې یو د فامیل اعضاء يې له لاسه نه وي ورکړی او دا هم په یوه نامه او په بل نامه بالاخصوص د پښتون ولس په کاله کې. نو څه رقم به یې څوک ولمانځي، څه رقم به خوند ورځنې واخلي.

محمد ابراهيم شرافت له پښين څخه

لوى اختر مو مبارک شه ، رښتينى اختر به هغه وي چې د وطڼ ژړاگانې او ساندې ختمې شي .

خالد ترکى له هراته

زه له مقري صيب سره موافق يم په رښتيا چې په اخترونو كې خوند پاته نه دى باور وكړه موږ نن د اختر لمونځ چې عبادت دى د ويرې په سيوري كې وكړ چې اوس به چاودنه وشي اوس به دا وشي يا هغه نو چې موږ لمونځ په كرار زړه نه شو كولاى له ميلو به څه خوند واخلو

فضل احمد له توکيو

د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نيک مرغه لوی اختر په رارسيدو مبارکي وايم خداى دې وکړي چې دا اختر له ځان سره صلح، آمنيت،ارامي او سوکالي راوړي چې زموږ کړيدلی ملت په آرامه شي .

خليل رحمن بهير له برمينگهمه

زۀ برتانيا کې اوسم دلته اختر هسې هم چندان نه وي خو کوم دوستان چې له وطنه راځي او يا په هيواد کې له خلکو سره په تيلې فون خبرې کوو ټول راته وايي چې اوس هغه پخواني اخترونه نه دې راپاتې .

رشيد يوسفزى له پښتونخوا

پښتانه پخپله د ځان دښمنان دي او اختر اختر وطن يې د اغيارو په لمسون ځان ته سکروټې کړو بايد چې اوس پښتانه خپل دښمن وپېژني او نور له جنگ نه لاس واخلي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .