په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی ادبي، هنري خپرونه

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

نومبر په امريکا کې د ناول ليکنې مياشت، د ناول ليکنې هنر

په امريکا کې يوه داسې پروژه پيل شوې چې نومبر مياشت په کې د ناول ليکنې لپاره ځانګړې شوې ده. د پروژې ګډونوال د نومبر په لومړۍ په ليکنه پيل کوي، او موخه دا ده چې د نومبر د ۳۰ مې تر نيمې شپې (۱۷۵) مخونه يا هم (۵۰) کلمې ناول وليکي. دغه پروژه لومړی ځل په (۱۹۹۹) کال کې د امريکا په کليفورنيا کې پيل شوې چې تنظيمونکيو يې خپله هڅه (نومبر د ناول ليکنې ملي مياشت) يا په خپله ژبه (نانو رايمو) وبلله. دغه سيالي يوازې انګرېزۍ ته ورلنډه نه ده، بلکې اوس د نړۍ له بېلا بېلو برخو او ژبو مينه وال په کې برخه اخلي.

Image caption په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په اړه هم بېلابېل ناولونه لیکل شوي دي.

تېرکال د دغې سيالۍ د ګډوانو والو شمېر چې نومليکنه يې ورته کړې وه، (۱۶۵) زرو ته رسېده، که څه هم بيا يې (۳۰) زرو خپلې ليکنې پای ته ورسولې. د سيالۍ تنظيومونکې وايي د هڅو دليلونه يې ډېر دي، خو وايي موخه يې دا ده چې د دې زمانې د هنر تر ټولو ډېره زړه جذبوونکې بڼه، ناول ليکنه کې د ګډون هڅونه وکړي. د پېلوزې دې اوونۍ بنډار مو ناول ليکنې ته ځانګړی کړی، چې له اسټراليا په سېډني پوهنتون کې استاذ (ډاکټر احسان الله ازري ستانکزی) او په کابل کې ليکوال او څېړونکی نجيب منلی په کې راسره خبرې کوي.

د پلالې انځورګري

دا اوونۍ د کابل په ملي ګالرۍ کې د افغان انځورګر (عبد ارحمان ومان نيازي) د انځورګرۍ نندارتون پرانيستل شوی و. په نندارتون کې (۶۱) داسې انځورونه نندارې ته ايښودل شوي وو، چې له پلالې کاږل شوي وو. انځورګر ومان نيازی وايي په تېرو (۳۰) کلونو کې داسې انځورګرۍ کوم نندارتون په افغانستان کې نه و پرانيستل شوی.

Image caption دا بيا په لبنان کې بيا پر پټاټو د انځورګرۍ يوه بېلګه ده.

دی وايي په افغانستان کې د دغه هنر انحورګران کم دي، او ده تر اوسه له سلو ډېر داسې انځورونه کښلي دي. دا چې دغه انځورګري څه ډول کېږي، په خپله ومان نيازی يې کيسه راته کوي

په استانبول کې د اروپايي ليکوالانو غونډه

دا اوونۍ د ترکيې په استانبول کې د (اروپايي ليکوالانو د پارلمان) په نامه د اروپايي اديبانو غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د هغو فعاليتونه برخه وه چې د اروپا د کلتوري پلازمېنه په توګه د استانبول د غوره کولو په وياړ ترسره کېدل.

Image caption استانبول په ۲۰۱۰ کال کې د اروپا د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شوی و.

خو د اديبانو دغه غونډه هغه وخت له لانجې سره مخامخ شوه، چې د کاريبي سيمي ټرېنډاډي ليکوال (سر ويډيا نايپاول) په کې له ګډون لاس واخيست. د ده د ګډون په وړاندې ترکي ليکولانو احتجاج کړی و، ځکه چې پر اسلام يې نيوکې کړې و.

دا اوونۍ د دغو چاپ شويو کتابونو خبر راسره دی:

د صابر شا صاب کليات، چې ذبيح الله شفق يې زيار ايستلی، د خبريالۍ اخلاق، د يحيی يعقوبي ژباړه، خبريال يا ژورنالېزم، د يعقوبي ليکنه، د علي خان ديوان، د کاظم خان شيدا ديوان، د عبد الحميد مومند کليات. دغه کتابونه د دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړي دي.

په نړيوالو فرهنګي خبرونو ګې

Image caption (ستېلا رمېنګټن) د (بوکر) جايزې د څارګرې ډلې مشرۍ ته غوره شوې ده.

ټاکل شوې د بريتانيا د استخبارتو (MI5) پخوانۍ مشره (ستېلا رمېنګټن) د خيالي ليکنو لپاره د (بوکر) جايزې د څارګرې ډلې مشري وکړي. مېرمن رېمنګټن پنځه ناولونه ليکلي او وايي د دغې ځانړې دلې مشرۍ ته سترګې په لار ده. د سږ کال د (بوکر) جايزه (هاوارډ جاکوبسن) د خپل (فېنکلر کوېزشن) په نامه کتاب سره ګټلې وه.

ټاکل شوې فېلم ستورې (شېلا هانکاک) د سږ کال (ښځې په فېلم او ټلوزيون) په نامو جايزو فعاليت کې د خپل ژوند د لاسته راوړنو جايزه واخلي. مېرمن (هانکاک) ته چې ۷۷ کلنه ده، دغه جايزه به په فېلم صنعت کې د خپلې غوره او تلپاتې ونډې له مخې ورکول کېږي.

د روسيې لومړي وزير (ولاډمير پوټين) ويلي فېلم ستوری (ليونارډو ډيکاپريو) په رښتيا هم نر دی، ځکه چې له ستونزو سره سره پر دې ټينګ شو چې د پړانګانو ژغورنې لپاره د (سانټ پيټرسبورګ) سرمشريزې ته ځان ورسوي. د ده لومړۍ الوتکې د ماشين په زيانمنېدو بيړنۍ ناسته وکړه، او بله الوتکه چې دی په کې سپور شو، نو د ځواکونو بادونو له امله ودرېده.

Image caption ولاډمير بوټين له ديکاپريو مننه وکړه

ښاغلی پوټين له ديکاپريو مننه وکړه چې له دغو ستونزو سره سره يې ځان غوندې ته ورساوه. ډيکاپريو د پړانګانو ژغورنې ته د يو مليون ډالرو بسپنې ژمنه کړې ده.