په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'له جوزجانه کابل ته د ګاز نل لیکه غځول کېږي'

د پلازمېنې کابل ښاروالي له يوه نړيوال شرکت سره داسې تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې له جوزجان ولايته کابل ته د ګاز نل ليکه وغځول شي او د دغه ښار اوسېدونکي به د غازو له انرژۍ نه برخمن شي.

د کابل ښاروال محمد يونس نو انديش بي بي سي ته وويل چې ياده کمپنۍ به د دغې پروژې په پلي کولو سره په افغانستان کې سلګونه میلیونه ډالره پانگونه وکړي او شاو خوا لسو زرو افغانانو ته به د کار زمينې برابرې کړي.