ستاسې غږ: افغانستان کې پانګونه او ننګونې

ډالر او ین

افغان لوري د پانګونې په لړ کې خپلې طرحې وړاندې کړې او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دې کنفرانس په پاى کې هيله ښودلې ده چې په ميلياردونو ډالرو پانگونه به راجلب کړي.

افغانستان ته د بهرنيو پانګه والو د راجلبولو او د هغوی د اندېښنو د ليرې کولو د هڅو په دوام د دوبۍ په نړيوال کنفرانس کې خبرې وشوې.

د تېرو نهو کالو په څېر دا ځل هم د پانګه والو ډېرې اندېښنې پر امنيت او اداري فساد پورې تړلې وې.

په کنفرانس کې د سلګونه پانګه والو شرکتونو استازو، د اروپايي او عربي هېوادو چارواکو اود افغانستان د ماليې او اقتصاد وزيرانو او نورو برخه درلوده.

افغان لوري د پانګونې په لړ کې خپلې طرحې وړاندې کړې او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دې کنفرانس په پاى کې هيله ښودلې ده چې په ميلياردونو ډالرو پانگونه به راجلب کړي.

دا چې افغان حکومت د پانګونې راجلبولو لپاره څه کوي؟ او سوداگر او پانګه وال څه غوښتنې او اندېښنې لري، تاسې اورېدونکي څه فکر کوئ چې د پانګونې په لړ کې بايد څه وشي، په دې برخې کې څه ننګونې په مخ کې دي او نور.....

دا اوونۍ په ستاسې غږ پروګرام کې پر همدې غږېږو.

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ، په Pashto@bbc.co.uk برېښناليک یې راولېږئ يا هم د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال پر ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ شمېره زنګ راووهئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .