په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوات سېلاب ځپلي او سخت ژمی

(اټرور) د پښتونخوا په سوات کې يوه غرنۍ سيمه ده، چې اوس د ژمي لپاره تياری نيسي. ډبريني څوکې چې پر دغې سيمې راتاو دي لا له وړاندې په واورو پټې دي. ډېر ژر به په (اټرور) کې هم واوره خپل څادر وغوړوي، چې د ژمي په منځ کې يې پرېړوالی تر (۴-۵) مترو پورې رسېږي.

سږ کال به کورنيو ته سخته وي چې د ژوندي پاتې کېدو لارې ومومي. سېلابونو درې مياشتې مخکې دغه سيمه ځپلې، د خلکو کورونه يې نړولي، او سړکونه يې ويجاړ کړي چې (اټرور) سيمه يې له بهرنۍ نړۍ سره پرې کړې، او هم يې د سيمي ستر کښت (پټاټې) له منځه وړې دي.

Image caption د پلونو نړېدو او سړکونو ويجاړۍ سوات ته د تګ راتګ لارې ستونزمنې کړې دي.

د ژوند لار

(زر پري) د يوې پياوړې څېرې څښتنه مېرمن او د يوې کورنۍ مشره ده. ما يې د دوديز کور دننه ورسره وکتل، چې د يوتړلي انګړ چاپېر څلور کوټې په کې دي.

د (۱۱) کسانو دغه کورنۍ له دريونسلونو جوړېږي. زما تر شا په دغه کور کې يوه دودجنه بوخارۍ ده، چې لرګي په کې سوځي او د تودوخې يوازينۍ وسيله ده.

دا ماته وايي: ((زموږ کروندې ټولې اوبو وړې دي، دغه بر چت ته وګوره، بام ډېر زيانمن شوی، پيسې نه لرو چې جوړ يې کړو. يوازيني خواړه چې موږ يې لرو بهرنيانو راوړي، او په همدې ژوند کوو)).

دې د هغو نړيوالو مرستو يادونه کوله چې د خوړو نړيوال پروګرام او امريکا حکومت له خوا (اټرور) او شاوخوا سيمو ته استول شوې دي.

د سېلابونو له راتلو راهيسې د امريکا پوځي څرخيو يا چورلکو په ورځيني ډول د هوا له لارې د اوړو بوجيو، د لوړې انرژۍ بسکټو صندقونو او د پخلي تېلو په ګډون بېلا بېل توکي دغې سيمې ته لېږدول.

Image caption د امريکا پوځ په سوات کې د مرستندويه چارو رسونې خپل فعاليت پای ته رسولی دی.

دوی د ژوند ساتنې يو ليکه جوړه کړې وه. چورلکې يوازينۍ وسيله ده چې دغه لرې پرتې سيمې ته په ګړندي ډول مرستې ورسوي، په تېره بيا وروسته له هغه چې ډېری سړکونه او پلونه ويجاړ شول.

د واورواورښت پيل

خو نژدې ده چې په دې ټولو چارو کې بدلون راشي. د امريکا پوځ چې دلته يې کار کاوه د مرستو رسونې چارې يې پای ته رسولې، نو اوس او له دې وروسته بايد مرستې د مځکې له لارې ولېږدول شي. د سيمې ډېری خلک اوس اندېښمن دي.

د (زر پري) يو په عمر مشر ګاونډی وايي: ((هر ډول خواړه چې راکوي، موږ يې سمدلاسه خورو، ځکه دا ټول هغه څه دي چې موږ يې په لاس کې لرو. کله چې دوی چور لکې ودروي، نه پوهېږم چې خواړه به له کومه کوو. ټول څه چې کولی شو، خدای ته دعا ده چې راسره مرسته وکړي)).

د (اټرور) سيمې يو پر دری کورنۍ وتلې دي، او مخکې له دې چې د واورې اورښت پيل شي، ځانونه يې ښکته سيمو ته رسولي دي.

ډېری خلکو په پښولار وهلې، ځکه چې ډېر کم موټر پر کنډو کپرو سړکونو تګ کولی شي.

Image caption له سيند سره نژدې کورنه نړېدلي دي.

ځينې ځکه له سيمې وتلي چې د ژمي لپاره يې مناسبه سرپنا نه درلوده.

تر (۳۰۰) پورې کورونه، ډېری يې چې سيند ته نژدې وو، سېلابونو نړولي دي.

د بيا رغونې کارونه پيل شوي، خو دا به په ښکاره ډول يو اوږد او ورو بهير وي.

د (زر پري) دوه زامن يو رستورانت لري. يو يې چې بخت حسين نومېږي زموږ پر خبرو اترو راګډ شو.

دی وايي: ((د مجبوريت له مخې مو رستورانټ وتاړه، پېرونکي نه راتلل،ځکه هېڅوک پيسې نه لري. خلکو دلته ټول څه له لاسه ورکړي دي. خپلې مځکې او کښتونه. زه له حکومته غواړم چې موږ ته دندې راکړي. کېدی شي له هرې کورنۍ يو کس کار ولري، او په دې توګه موږ پيسې وګټلی شو)).

Image caption د اووړي زرغون سوات اوسېدونکي په ژمي له سړو رنځ ګالي.

دا چې د (پټاټو) کروندې ويجاړې شوې، اورستورانت تړل شوی، دغه کورنۍ د دې توان نه لري دومره پيسې وګټي چې د ژمي خواړه اونور توکي پرې وپېري.

کله چې واوره په اورېدو پيل کوي، له ډېرو کمو خوړو سره به پر دوی لارې پرې شوې وي.