په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلوځی ادبي ،هنري اوونیزه خپرونه

ددې اوونۍ په پیلوځي کې به دهغه ناول په اړه درسره وغږیږو چې دجنوبي اسیا د ادبیاتو جایزې ته کاندید شوی دی، ناول چې هم بای نومیږی په نیویارک کې د سپتمبر تر یوولسمې وروسته د مسلمانانو ژوند انځوروي.

له لیکوال حسین محمد نقوي سره به دناول په اړه مرکه ولرو، پنځوس میلونه دکیسه لیکوال عبدلوکیل سوله مل شینواري د لنډو کیسو ټولګه په نوې بڼه له غوره شوو لنډو کیسو سره چاپ شوي ده ، همدا کیسې یې په انګریزی هم له چاپه را وتلې دي.

دلیکوال دکیسو پر څرنګوالي به له انګریزي لیکوالو واورو او په یوه بحث کې به د لیکوال اکبرکرګر او پخپله سوله مل څرګندونې واورو. په ډنمارک کې به د یوې کلتوري ټولنې له غړي واورو چې وایی د اتڼ لوستونه لري اودافغان پیغلو او زلمیانو ترڅنګ بهرنیان هم اتڼ زده کوي. د اتڼ په ډولونو او له دې کلتور سره به هلته د افغانانو په لیوالتیا خبرشو.

که وخت یاري وکړه، ځینې نورمطالب به هم درته وړاندې کړو.