په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی هنري، ادبي خپرونه

دې اوونۍ پېلوزي کې:

په کندهار کې د طلوع افغان پرمختګ

Image caption (طلوع افغان) له ۸۹ کلونو وروسته اوس رنګينه شوې او په ښکلې بڼه چاپېږي.

(طلوع افغان) په کندهار کې لومړۍ ورځپاڼه ده، چې له ۸۹ کلونو وروسته اوس رنګينه شوې او په ښکلې پرمختللې بڼه چاپېږي.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وايي نه يوازې د ورځپاڼې بڼې بدلون موندلی، بلکې دا چې منځپانګه يې رنګارنګ او د مخونو شمېر يې زيات شوی، چې د لوستونکيو تنده ماتوي.

ځينې کارپوهان که څه هم په کندهار کې د چاپي رسنيو حالت په اړه خوښ نه دي، خو د طلوع افغان ورځپاڼې نوی پرمختګ د چاپي رسنيو او هم د ورځپاڼې لوستنې په دود په غوړېدا کې يو مهم ګام بولي. نورحال له کندهار نه دمامون درانی په راپور کی

هلمند کې چار واکي وايي د تاريخي اثارو ساتنې په اړه يې تدبيرونه پيل کړي

Image caption دهلمند چارواکي وايي د تاريخي اثارو ساتنې پر خپلو تدبيرونو يې پيل کړی دی.

د هلمند چارواکي وايي چې په تاريخي ځايونو کې د خپلسريو ودانيو څښتنانو ته يې د زغم پياله اوښتې، او تاريخي ځايونو په پاکولو يې پيل کړی دی. څو مياشتې مخکې هلمند چارواکيو پېلوزي ته ويلي وو چې دوی د دغو ودانيو څښتنانو ته له تاريخي ځايونو د وتلو سپارښتنه کړې، او اوس بيا وايي د دغو اثارو د ساتنې پر خپلو تدبيرونو يې پيل کړی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر (علي شاه مظلوميار) وايي دوی د اثارو ساتنې خپلو تدبيرونو کې هم له جرګې او هم که اړتيا شوه له زوره کار اخلي. له ښاغلي مظلوميار سره خبرې لرو.

د هرات ادبي ټولنې اتياومه کليزه

Image caption د هرات ادبي ټولنه اتيا کلنه شوه.

د هرات ادبي ټولنه اتيا کلنه شوه. په همدې وياړ ګڼ شمېر افغان ليکوالانو او شاعرانو د دغې ټولني ادبي او کولتوري فعاليتونه د يوه جشن په ترڅ کې وارزول.

د هرات د ادبي ټولنې مشرتابه وايي د هرات کولتوري څېرو د دې ټولنې په چوکاټ کې ډېرې هلې ځلې کړې خو د اقتصادي ستونزو له کبله يې فعاليتونه تل محدود پاتې شوي دي. محمد قاضي زاده مو د هرات ادبي ټولني له تېر او اوسني حالت خبروي.

پکتيا پېژندنه

يو ځل بيا په پکتيا پېژندنه کې ګردېز ته ورځو. پكتيا د افغانستان د جنوب ختيزو سيمو داسې غرنى ولايت دى چې د جرګو مركو او ان اتڼ ټاټوبی هم بلل كېږي.

د دغه ولايت د ديارلسو ولسواليو بېلابېل قومونه او ځينې نور خېلونه دولايت په مركز ګردېز كې مېشت دي.

Image caption پکتيا د بېلابېلو ولسواليو قومونه او ځينې نور خېلونه دولايت په مركز ګردېز كې مېشت دي.

د دغه ولايت اوسېدونكي سپين او غنمرنګ دي. منځنۍ ونه لري، درنې جامې، واسكټونه، څادرونه او لونګۍ يې دوديزه جامه ده.

پکتياوال د اخترونو، ودونو او نورو ځانګړو وروځو كې بېلابېل دودونه لري. احسان الله مهجور ګردېز راپېژني او هم مو د پکتيا له د دودونو خبروي.

د بلخ څلنۍ مشاعره

د پښتو شعر او شاعرۍ موسم تر ډېره پسرلی وي، خو د بلخ لسګونو فرهنګپالو، شاعرانو او اديبانو څله يا د (ژمي پيل) په شعر او شاعرۍ ولمانځله.

د دغي لمانځغوڼدې کوربني د بلخ پښتنو د يوالي اوسمون ټولنېزي شورا کړې وه. د څلې په لمانځنه کې موسيقۍ او د اتڼ هم ځای درلود.

د بلخ فرهنګپال وايي د څلې شپه اوږد تاريخ لري چې د افغانستان په شمال کې يې خلک تر نيمې شپې د ناستی اوهندوانو په خورولو لمانځې. امير بريال چې په مزار شريف کې دغې لمانځغونډې ته ورغلی و، راپور پرې لري.

د دې اوونۍ فرهنګي خبرونو کې

د اوسکار اکاډمۍ اعلان کړی چې د ۲۰۱۰ کال جايزو ته د وړ فېلمونو شمېر د تېر په پرتله څه شاوخوا ۲۵ کم شوی دی.

د سږ کال نومړ د (اې-ټيم The A-Team) په فېلم پيل او د (Youth in Revolt) يا (ځوانۍ پاڅون) فېلم پای ته رسېږي.

په نوملړ کې د نورو فېلمونو له ډلې (The Girl With the Dragon Tattoo) يا (د ښاماري ټټو نجلۍ) او د (جېف برېجېز Jeff Bridges) فلمونه (Tron - Legacy) او (True Grit) په کې شامل دي.

Image caption د اوسکار په ۸۲ مه دوره کې (کاترين بېګېلو) لومړۍ مېرمن وه چې د غوره فېلم لارښودې اوسکار يې وګاټه.

د اوسکار جايزو (۸۳) دوره به د (۲۰۱۱) کال د فبرورۍ په ۲۷ مه په لاس انجلس کې ترسره کېږي.

د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د اوسکار په ۸۲ مه دوره کې (کاترين بېګېلو Kathryn Bigelow) لومړۍ مېرمن وه چې د غوره فېلم لارښودې اوسکار يې وګاټه.

د دې فېلم (The Hurt Locker) د غوره فېلم په ګډون ۶ نورې جايزې هم وګټلې.

(جېف برېجېز) او (سندرا بولوک) په (Crazy Heart) يا (لېونی زړه) او (The Blind Side) يا (ړوند اړخ) کې په لوبېدو سره د غوره تمثيل جايزې واخيستې.

تېر کال اوسکار جايزو ته وړ فېلمو شمېر (۲۷۴) او د ۲۰۰۸ کال جايزو وړ فېلمونو شمېر بيا پر (۲۸۱) ولاړ و.

د اوکسار (۸۳) مې دورې ته د سږ کال سيالو فېلمونو نومونه به د راتلونکې جنورۍ په ۲۵ مه اعلان شي.

Image caption (افشان ازاد) ۲۲ کلنه ده او هاري پاټر فېلمونو کې يې رول لوبولی و.

د (هاري پاټر Harry Potter) فيلمي لړۍ فېلم ستورې (افشان ازاد) ورور (اشرف ازاد) پر خپله خور د بريد پړه منلې ده. ده ځکه پرې بريد کړی چې د خور (بوای فرېنډ) يا ملګری مسلمان نه دی.اشرف ازاد چې ۲۸ کلن دی ټاکل شوې وه د انګلستان په ماچسټر کې محکمې ته حاضر شي.

(افشان ازاد) ۲۲ کلنه ده او د پراخ شهرت فېلمونو کې يې د (پاډما پاټېل) په نامه رول لوبولی و. ټاکل شوې اشرف ازاد ته د دغه تېري جزا راتلونکې جنورۍ واوروله شي، او د اوس لپاره په کور د پاتې کېدو، له خپلې خور سره د کار نه لرلو او هم لندن ته د نه سفر په شرط‌ خوشي شوی دی.