په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لويه څارنوالي: محکمه ښايي ټاکنې لغوه اعلان کړي

Image caption ښاغلی نظري وايي په ټاکنو کې د پاتې اعلان شويو کانديدانو له لوري دوی ته ورسپارل شوې اسناد او لاسوندونه ښيي چې د سنبلې د ۲۷ ټاکنې به لغوه اعلان شي .

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د سترې محکمې په اډانه کې د انتخاباتي سرغړونو او درغليو د څېړلو نوې ځانګړې محکمه به له شلو ورځو په کمه موده کې خپلې پاېلې اعلان کړي.

دوی وايي د دغې محکمې پرېکړه وروستۍ ده او بيا د تميز او استيناف طلبی ځای په کې نشته.

افغان حکومت ويلي چې د دلوې سلواغې په لومړۍ نېټه به نوی پارلمان پرانيزي چې شاوخوا شل ورځې ورته پاتې دي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال مشر رحمت الله نظري وايي په ټاکنو کې د پاتې اعلان شويو کانديدانو له لوري دوی ته ورسپارل شوې اسناد او لاسوندونه ښيي چې د سنبلې د ۲۷ ټاکنې به لغوه اعلان شي ، خو وايي نوې جوړه شوې محکمه خپلواکه ده او د هر ډول پرېکړې عام او تام صلاحيت لري.

عبدالله ستانکزي د دې اوونۍ په ځانګړې مرکه کې له ښاغلي نظري سره د انتخاباتي ناندريو په اړه مرکه کړې او په پېل کې يې ترې پوښتلي چې په دې برخه کې د افغانستان د لويې څارنوالۍ کار تر کومه بريده رسېدلی.