په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی: ۲۰۱۰ کال کې کلتور او فرهنګ

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

په افغانستان کې د تاريخي اثارو، کتاب، چاپ او څېړنغونډو پر حالت د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير غلام نبي فراهي او څېړونکي نجيب منلي سره خبرې کوو.

سږنی زېږيز کال بيا هم د تېر په څېر په افغانستان کې له ناراميو ډک و، چې په خپل وار يې د ژوند پر بېلابېلو اړخونو اغېږ پرې ايښی، چې کلتوري او فرهنګي برخه هم ترې لرې نه وه.

د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي د ناراميو له دغو او نورو ستونزو سره سره يې سږ کال بېلابېلې لاسته راوړنې درولودې. د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير غلا نبي فراهي وايي، شوي پرمختګونه تر ډېره په رسنيو کې وو.

Image caption د افغانستان ځينې لرغونی اثار د نا امنيو له امله له زيان سره مخامخ دي.

د افغانستان لرغوني ځايونه او اثار په بېلابېلو سيمو کې دي، چې د جګړو او نارميو له امله د زيان او له منځه تلو ګواښ سره مخامخ دي.

دغه ځايونه، چې ډېر يې زيانمن شوي رغولو او ښې ساتنې ته اړتيا لری، ښاغلی فراهي وايي په تېر يوه کال کې يې د غزني په ګډون په بېلابېلو سيمو کې تاريخي ځايونه رغولي دي.

خو ليکوال او څېړونکی نجيب منلی وايي ځينو مهمو ځايونو ته پام نه دی شوی او ځينې نور بيا د ابادۍ چارو له امله له زيان سره مخ کېدونکي دي.

د کتابونو چاپ او لوستنې دود غوړلو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير غلام نبي فراهي وايي په دې برخه کې يې يې يو شمېر نندارتونو جوړ کړي، او هم يې نورې خپرندويه ټولنې هڅولې دغه دود ته پام وکړي.

Image caption افغانستان کې د چاپ صنعت ښه شوی، خو د کتاب په اړه اوس هم اندېښنې شته.

خو څېړونکی نجيب منلي بيا د کتاب د حالت په اړه خوښ نه دی او وايي په تېر کال کې د نندارتونونو جوړونې چارې ورو شوې دي.

په وروستيو کلونو کې د چاپ په برخه کې د خصوصي خپرندويه او چاپ ټولنو فعاليتونه هم پراخ شوي دي، ډېری کتابونه او نور چاپي توکي اوس همدوی چمتو کوي. يوه د بهير خپروندويه ټولنه ده، چې مشر يې شېرباز کمين زاده وايي سږ کال په افغانستان کې د چاپ حالت ښه و.

خو ټول بيا له دې خبرې سره يوه خوله نه دي، د دانش خپرندويه ټولنې مشر اسد الله دانش وايي سږ کال د ټاکنو او سياسي بوختياوو له امله د کتاب چاپ د تېر په پرتله ورو و.

د بهير خپرندويه ټولنې مشر ښاغلی کمين زاده د چاپ چارو پرمختګ کې د دولت پاملرنه اړينه بولي، او وايي په دې سره د چاپ ټولنې له نورو سره د سيالۍ وړتيا مومي.

Image caption په افغانستان کې بېلا بېلې خپروندويه ټولنې د چاپ چارې ترسره کوي.

خو ښاغلی دانش بيا د کتاب حالت ښه کېدنه له سياسي حالت سره تړلې بولي.

يوه بله چاره چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرې وياړي، د بېلابېلو سيمينارونو جوړونه ده، چې مهم يې د فخر افغان باچا خان سيمينار و.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير ښاغلی فراهي وايي په دغو فعاليتونو کې د تياتر کنفرانس هم له مهم ګامونو ګڼل کېږي.

څېړونکی نجيب منلی بيا د يوې نيمګړتيا يادونه کوي او وايی که څه هم سيمينارونو په برخه کې لاسته راوړنې شته، خو په دغه ډول فعاليتونو کې شوې څېړنې او ويناوې تر ډېره تکراري وي او له غونډو ورسته نه خپرېږي.

په تېر يوه کال کې د افغان سينما حالت

Image caption که څه هم رسنۍ زياتې شوې، خو افغان سينما بيا هم کوم پاموړ پرختګ نه دی کړی.

په تېر زېږيز کال کې د افغانستان سينما او ډرامه هم بې خونده بلل شوې ده. کارپوهان وايي که څه هم رسنۍ په افغانستان کې د بل هر څه په پرتله زياتې غوړېدلې، خو د بېلابېلو لاملونو له مخې يې د فېلم او ډرامې کچې له لوړېدو سره مرسته نه ده کړې.

د کارپوهانو په باور د پخوا په څېر په تېر يوه کال په اوږدو کې په افغان، په تېره بيا پښتو سينما او ډرامه کې د پاموړ کار نه دی شوی. همدا لامل دی چې د سينما او فېلم مينه وال به دا چې د خپل کلتور او فرهنګ کومه انځور شوې کيسه د سينما يا ټلوزيون پر پرده وګوري، تر ډېره خپله تنده د پرديو کيسو او فلمونو پر کتلو ماتوي.

د افغانستان د ټلوزيون پخوانی مشر او فېلم لارښود (عبد الواحد نظري) وايي که څه هم په افغانستان د فلم يا ډرامې توليد لسګونو ته رسېږي، خو د مسلکيتوب کچه يې ټيټه ده.

Image caption پښتو سينما په يو وخت کې ښه روانه وه.

د شلمې پېړۍ په اوومه لسيزه کې چې پښتو سينما په کوزه پښتونخوا کې تر يوې اندازې غوړېدلې وه، او فلمونو د پښتنو کلتوري کيسې راغبرګولې، د ځينو مشهورو فلمونو په راوتلو يې اوچت ګامونه واخيستل.

خو په تېرو څه د پاسه دوو لسيزو کې پښتو فلمونه دا چې له پښتني کلتور لرې شوي، او هم يې هنري اړخ کمزوری شوی، پښتو سينما ورسره مخ پر ځوړ روانه ده.

ښاغلی نظری وايي که څه هم په ۲۰۱۰ کال په عمومي ډول د سينما او فېلم حالت نهيلی کوونکی و، خو بيا هم ځينې لاسته راوړنې وې.

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې رسنۍ تر بل هر څه پراخې غوړېدلې او په لس ګونو راډيو ګانې او ټلوزيونونه جوړ شوي او ډېری يې هره ورځ ۲۴ ساعته خپرونې لري.

خو بيا هم د فلم او ډرامې صنعت ورسره پرمختګ نه دی کړی او که څه شوي هم وي، د څرنګوالي له مخې يې پر ارزښت حساب نه شي کېدی.

فېلم کارپوه واحد نظري وايي تر ډېره يې لامل د سوداګرۍ په موخه د پردي صنعت ژباړه او بل هم د امنيت نشتوالی دی.

د ښاغلي نظري په څېر ډېر په دې باور دي چې د سينما او فلم صنعت د پرمختګ په وړاندې سترې ننګونې نه يوازې د پښتنو بېلتون او د هنري هڅو سره لرې والی دی، بلکې تر ټولو زيات بيا د زورزياتي پېښو او تاوتريخوالي روان حالت دی چې دغه هنر او صنعت يې ګواښلی او په ټپه درولی دی.

په تېر يوه کال کې پښتو موسيقي:

Image caption که څه هم نوې بښتو سندرې راوتلې، خو بيا هم هنرمندان له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي

په موسيقۍ کې هم سره له دې چې نوې سندرې راوتلې او هم يې تخنيکي کچې پرمختګ کړی، خو بيا يې هم حالت د خوښې وړ نه دی بلل شوی. د موسيقۍ استاذ ګلزمان وايي ډېری سندرې زړې دي. ښاغلی ګلزمان وايي ډېری هرمندان له بېلا بېلو ستنزو سره مخامخ دي، په تېره بيا د مالي ستونزو له امله نه شي کولی د خپل هنري کار په موخه پلامېنې کابل ته سفر وکړي.

او د پېلوزي سږ کال فرهنګي خبرونه چې دلته مو ورته ځای وموندلی شوی:

افغان ليکوال او څېړونکی غلام محی الدين زرملوال له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دی د خپل مرګ پر وخت له وطن لري په کاناډا کې و. اروښاد زرملوال چې ښايي د ويښو زلميانو وروستی غړی و، د څېړونکيو په وينا د افغانستان د معاصر تاريخ د فرهنګيانو ترمنځ يوه مخکښه څېره و.

جنوبي پښتونخوا شاعر، ليکوال او څېړونکي (سعيد ګوهر) د څه د پاسه (۶۰) کلونو په عمر په کوټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ده په پښتو او اردو دواړو ژبو ليکنه کوله، خو هغوی چې ارواښاد ګوهر يې له نژدې پېژانده وايي د شاعرۍ پله يې درنه وه.

سږ کال مصری ډرامايي ليکوال (اسامه انور عکاشه) له اوږدې ناروغۍ وروسته د خپل عمر په (۶۹) کلنی مړ شو. ښاغلی عکاشه له هغو مخورو ليکوالانو شمېرل کېږي چې په خپلو ټلوېزيونوي سېريالونو يې د مصرۍ ډرامې ليکنې ته اعتبار او درنښت ور وباښه.

Image caption ټوني کرټېس له مارلين مونرو سره پر رول لوبونې سربېره په مشهورو فلمونو کې کار کړی و.

د هاليووډ مخور ستوری (ټوني کرټېس Tony Curtis) د زړه ناروغۍ له امله په (۸۵) کلنۍ مړ شو. دی چې د هاليووډ د طلايي دورې ستوری بلل کېده، د مشهورې فېلم ستورې (مارلين مونرو) سره د (ځينې يې ګرم خوښوي يا Some Like it Hot) فېلم په ګډون په مشهورو فېلمونو کې لوبېدلی دی. (ټوني کرټېس) د نيويارک په (مانهاټن) کې زېږېدلی و او د هنګري د يو يهودي کډوال زوی و، چې د خپل ژوند له بېوزلي پيل نه په پای کې د نړۍ يوه مشهوره څېره شو.

امريکايی مشهور فلمي ستوری او ډايرېکټر (ډېنېس هوپر Dennis Hopper) د سرطان ناروغۍ له اوږده رنځ وروسته په (۷۴) کلنۍ مړ شو. ده په فلمي تمثيل کې يو ځانګړی سبک درلود، او ډېری وخت يې د نابرابرو، نشه يي او لېوني مزاجه کسانو رولونه لوبولي دي، او په دې ډول ترې د هاليووډ يوه مشهوره فېلمي څېره جوړه شوې وه.