په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی: پښتونخوا کې ډېری سينماګانې تړل شوې دي

د دې اوونۍ پېلوزي کې:

په پښتونخوا کې ډېری سينما ګانې تړل شوې دي

لامل يې څه دی؟

Image caption په وروستيو وختونو کې يو شمېر سينماګانې تړل شوې دي.

د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې سينماګانې تړل شوې، او يا يې ودانيو د بېل کاروبار بنه غوره کړې ده.

پخوا پر پېښور سربېره د پښتونخوا په نورو ښارونو کې ګڼ شمېر سينماګانې وې، چې پر پښتو فلمونو سربېره په کې د نورو ژبو فلمونو ننداره هم کېده.

اوس پر تاوتريخوالي او زورزياتي پېښو سربېره څېړونکي د فلمونو کيفيت ته هم اشاره کوي چې د سينماګانو او هنر بازار يې سوړ کړی دی.

په يو وخت کې د ليلا مجنون، دره خيبر، ديدن، عجب خان اپريدی، يوسف خان او شېربانو په څېر فلمونو پراخ شهرت خپل کړی و، او د پښتونخوا لروبر يې د مينه والو شمېر خورا زيات و.

خو اوس که څه هم هنر او وسايلو کې پرمختګ راغلی، خو د ډېرو سينماګانو دروازې تړل شوې دي. په پېلږزي کې مو رحمان الله د پښتوخوا له سينما ګانو خبروي.

پښتونخوا کې يې د سينماګانو له حالت خبرولو. ښکاره ده چې سينما د هنرونو له ډلې د نورو په پرتله د خلکو ترمنځ زيات اغېز او شهرت لري.

ځينو ټولو ته بيا سينما د هنر او د ابتکاري فکر او ذهن د پرمختيا يوې وسيلې سربېره ان د سوداګرۍ او پيسو ښېرازه سرچينه هم جوړوي.

خو په پښتونخوا کې د سينماګانو له تړنې سره او بازار سړېدنې سره د فلم او ډرامې هنر هم زيانمن شوی دی.

د پښتو سينما يو ستوری عجب ګل له پېلوزي سره د پښتو سينما پر حالت غږېږي.

د کندهار څلوېښت پلکيزه زينې رغونه

Image caption په کندهار کې ډېر لرغوني ځايونه دي چې رونې ته اړتيا لري.

دکندهار لرغونی څلوېښت پلګيزه زينه (چهل زينه) چې شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې د مغول پاچا ظهير الدين محمد بابر په امر جوړه شوې، بيا رغول کېږي.

د کندهار چارواکي وايي تېرو څو لسيزو جګړو د دغو زينو په برنۍ يا وروستۍ برخه کې جوړ شوی دالان او دوو ډبرينو زمريانو ته زيان اړولی دی.

چارواکی وايي اوس يې د دغو ډبرينو زينو بيا رغونې ته ملا تړلې چې کار به يې د پلان له مخې د دريو مليون افغانيو په ارزښت په ۵ مياشتو کې بشپړ شي.

چهل زينې چې د کندهار د زاړه ښار د کنډوالو تر شاه دلکې په غره کې جوړې شوې او شاوخوا سيمه يې ټوله شنه باغونه او مځکې دي، د شاعرانو او سندرغاړيو پام يې وراړولی او په خپلو شعرونو اوسندرو کې يادوي.

په پېلوزي کې له کندهار نه مامون درانی راپور لري.

د افغان ماشومانو سرکس بهرنی سفر

د افغانستان د ښوونيز او روزنيز سرکس ١٠ تنه ماشوم لوبغاړي او د هغوى درې تنه روزونکي، د ايټاليا د سولې په سرکس کې له گډون وروسته افغانستان ته ستانۀ شوي دي.

Image caption افغان ماشومان وايي په ايټاليا کې يې په خپلو نندارو خلک خوښ کړي دي.

په دغه سرکس کې د نړۍ له بيلابيلو هيوادونونو نه لوبډلې گډون کوي، چې موخه يې د جلا کلتورونو پېژندگلوي او د تجربو شريکول ښوول شوي دي.

د دغه افغان سرکس ماشومان او روزونکي وايي په ايټاليا کې يې نندارو ډېر مينه وال جلب کړي، داسې ويډيو گانې لری چې په ايټاليا د دوی نندارو سره د خلکو د خوښۍ څرګندونه کوي.

پېلوزي ته مصطفى سالک پر همدې اړه له کابله راپور لري.

د ډېنس هوپر د هنري ټوټوخرڅلاو

Image caption دېنېس هوپر له خبلې مېرمنې وېکټوريا سره

د امريکا د هاليووډ فېلم ستوری او ډايرېکټر (ډېنېس هوپر) درې سوه هنري ټوټې د نيويار په کرېسټي مزاد يا ليلام کې وپلورل شول.

ډېنېس هوپر د تېر کال په مې کې مړ شو. ده د خپل ژوند په اوږدو کې څلوېښت کاله د معاصر يا اوسني هنر ټوټې غونډولې او په خپله هم يو انځور ګر و. په پېلوزي کې د ډېنېس هوپر له خوا د ټولو شويو هنري ټوټو د خرڅلاو په اړه راپور لرو.

په چين کې د فلومونو عايدات يونيم مليارډ ډالرو ته رسېږي

په چين کې د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د فېلمون کتنې يو نيم مليارډ ډالره عايدات درلودل.

Image caption په۲۰۱۰ کال کې په چين کې د فلم کتنې عايدات ۱،۵ مليارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

ډېری دغه پانګه د امريکا د هليووډ فلمونو په برخه شوې خو د چين فلمونو هم په لس ګونه مليون ډالر غونډ کړي دي.

خو د چين د فلم اداره بيا د چينو فلمونو له کيفيت خوښه نه ده، او وايي د اقتصادی پرمختګ په پرتله د سينما پرمختګ ورو دی.

پېلوزي کې مو په بېجينګ کې چينۍ خبرياله (شيو شياو چين) مو د فلمونو کتنې له حال خبروي.