د بي بي سي پښتو نوې کړکۍ

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption د فيسبک پاڼه د اوريدونکو تر منځ د نظرونو او بحثونو امکانات برابروي.

بي بي سي پښتو تل هڅه کړې چې له بيلا بيلو لارو خبرونه او معلومات خپلو اوريدونکو ته په چټکۍ ورسوي.

په مهمو او نامتو ټولنيزو پاڼو کې د بي بي سي شته والی پدې لاره کې زمونږ د هڅو يوه داسې بيلګه ده چې خپلو اوريدونکو ته نور هم نژدې شو او د دوی تر منځ د نظرونو او بحثونو امکانات برابر کړو.

تاسې کولي شي هغه مطالب، رپوټونه، خبرونه، ويډيویي کلېپونه او د انځورونو ټولګه چې په راډيو او انټرنېنټ پاڼه کې خپريږي زمونږ په فيسبوک او يوټيوب پاڼو کې هم وگورئ.

بي بي سي پښتو فيسبوک

په دې پاڼه کې د بي بي سي پښتو د وروستيو خپرونو څخه خبریدلی شي، د همکارانو انځورونه کتلی شی او د خپرونو يا مهمو موضوعگانو په اړه خپل وړانديزونه او نظرونه څرگندولى شئ. همدارنګه کولی شی د نورو اوريدونکو له نظرونو او څرگندونو ځان خبر کړئ او خپل نظر له نورو سره شريک کړئ.