په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ابدالي پلونه: دوهم پروگرام

د احمد شاه ابدالي امپراطوري چې له ختيځ فارس نه تر شمالي هند او له آمو سيند نه بيا د هند تر سمندره غځيدلې وه، پر اوسني افغانستان سربېره کشمير سندهـ او لوېديځ پنجاب يې هم په خپلو لمنو کې رانغښتي وو.

د "ابدالي پلونه" پروگرامونو لړۍ هره سې شنبه زمونږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.

يما بارز هند ته ديوه سفر په ترڅ کې هغه لارې تعقيب کړې چې افغان ټولواک احمد شاه ابدالي او ځواکونه يې ورباندې هند ته تللي وو.

نوموړي په دې اړه د رپوټونو يوه لړۍ چمتو کړې چې په کې د دغو لارو او ورسره د احمد شاه ابدالي د راپاتې يادونو انځور ورکړل شوى دی.

د دغې لړۍ دوهم پروگرام کې اوریء چې احمد شاه ابدالي لاهور او سرهند څنګه ونيو! مغولانو سرهند د هندوستان دروازه بلله.