په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ابدالي پلونه: درېيم پروگرام

د احمد شاه ابدالي امپراطوري چې له ختيځ فارس نه تر شمالي هند او له آمو سيند نه بيا د هند تر سمندره غځېدلې وه، پر اوسني افغانستان سربېره کشمير سندهـ او لوېديځ پنجاب يې هم په خپلو لمنو کې نغښتي وو.

يما بارز هند ته ديوه سفر په ترڅ کې هغه لارې تعقيب کړې چې افغان ټولواک احمد شاه ابدالي او ځواکونه يې ورباندې هند ته تللي وو.

نوموړي په دې اړه د رپوټونو يوه لړۍ چمتو کړې چې په کې د دغو لارو او ورسره د احمد شاه ابدالي د راپاتې يادونو انځور ورکړل شوى دی.

د دغې لړۍ درېيم پروگرام کې اوریء چې احمد شاه ابدالي ډيلی څنګه ونيو! او د هند مات شوی مغول امپراتور څنګه تسليم شو.