په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل : اقتصاد مو په سلو تر اتو ډيره وده کړې

افغانستان وايي اقتصاد يې له نړيوال بحران او کورني کړکېچ سره سره په تېر کال کې پاموړ وده کړې ده.

دغه وده د اقتصاد وزارت په وينا، په سلو کې تر اتو اوړي چې ورسره د سړي سر گټه هم، د پنځو کلو وړاندې پر تله، دوه ځله ختلې ده.

خو وزارت مني چې په ټولنه کې د مثبت بدلون تر راتگه لا واټن ډېر دى، ځکه چې هر درېيم افغان لا هم بېوزلى بلل کېږي راځئ .

د اقتصاد دوه ماهران- د کابل پوهنتون استاد حميدالله فاروقي او په برلين کې د نړيوال اقتصاد څېړونکى ډاکټر محمداجان مرزى په يوۀ ځانگړي بحث کې د داود جنبش پوښتنې ځوابوي .

لومړى له ښاغلي فاروقي پوښتل شوي چې د ودې د سنجولو معيارونه څه دي اوڅومره باور پرې کېدلى شي؟