په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مشعل : د ولسمشر کرزي د وژنې دسيسه مو شنډه کړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لطف الله مشعل وايي په نيول شويو کسانو کې يو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مامور و

د افغانستان د استخباراتو اداره وايي دوى د ولسمشر کرزي د وژنې دسيسه شنډه کړې ده .

د دغې ادارې وياند لطف الله مشعل بي بي سي ته وويل د ځانگړو عملياتو په ترڅ کې يې شپږ کسه نيولي دي .

دا کسان ټول په کابل کې نيول شوي چې يو يې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې مامور بلل شوى دى .

افغان استخبارات تور لگوي چې دغه کسان د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې روزل شوي دي .

په نيول شويو کسانو کې د طب پوهنځي محصلين هم شامل دي .

دوه بهرنيان هم نيول شوي چې يو يې د مصر او بل يې د بنگله ديش دى .

ولسمشر کرزى دم گړۍ په هند کې دى .