په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان : د کابل ډيلي تړون څيړو خو شکايت نه لرو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د هند او افغانستان ترمنځ پر ستراتيژيک تړون دوى غوري کوي خو دا د دوو خپلواکو هيوادونو حق بولي چې تړونونه لاسليک کړي .

پاکستان هغه ادعاو ته غبرگون ښودلى چې وايي د افغان ولسشمر حامد کرزي د وژلو دسيسه د پاکستان په خاوره کې جوړه شوي وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل لومړى بايد حقايق وڅيړل شي او بيا تورونه ولگول شي.

پرون افغان چارواکو ويلي وو چې د ولسشمر کرزي د وژلو پلان د پاکستان په قبايلي سيمو کې جوړ شوى وو .

اسلام اباد کې طاهر خان رپوټ لري .