په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: پښتونخوا کې ولې په لوړو ښوونځيو کې د پښتو ښوونې ژمنه نه ده عملي شوې؟

د پښتونخوا په منځنيو او لوړو ټولګيو د پښتو زده کړې لازمي کولو ژمنه نه ده پلې شوې!

Image caption د ۱۸ ترميم له مخې له مرکز نه ولايتونو يا صوبو ته واک ډېر ورکړل شو، چې پر مورنۍ ژبه د زده کړو واک هم په کې و

د ۲۰۱۰ کال د اپرېل په لومړيو کې د پاکستان ملي اسامبلۍ په خپل اساسي قانون کې اتلسم ترميم ومانه.

د دغه ترميم له مخې له مرکز نه ولايتونو يا صوبو ته واک ډېر ورکړل شو، چې پر مورنۍ ژبه د زده کړو واک هم په کې و.

د پښتونخوا حکومت هم ورپسې پرېکړې وکړه چې په لومړنيو ښوونځيو کې تر پنځم ټولګي زده کړې پر پښتو او بيا تر لسم پورې د پښتو يو مضمون لازمي کړي.

په يوه ټولنه کې د پوهنې اسانۍ او دا چې ټول په کې د زده کړې او لوست توان ولري، د حل اغېزناکه لار يې په مورنۍ ژبه ښوونه او زده کړه ده.

خو دا چې په خيبر پښتونخوا کې په مورنۍ ژبه د زده کړو حال څنګه دی، په پېښور کې رحمان الله پرې راپور چمتو کړی دی.

د خيبر پښتونخوا د تعليم يا پوهنې وزير سردار حسين بابک د ۲۰۱۰ کال د مارچ په وروستيو کې د پېلوزي پروګرام ته وويل چې تر پنځم ټولګي زده کړې په پښتو او تر لسم ټولګي پورې يې بيا د پښتو يو مضمون لازمي کړی دی.

له ښاغلي بابک سره په دې پېلوزي کې په دې اړه خبرې کوو چې د پښتونخوا حکومت ولې په خپله ژمنه کې لا تر اوسه نه دی بريالی شوی.

پر افغانستان له پوځي بريد لس کاله وروسته پښتو شعر څنګه دی؟

Image caption د افغان ټولنې په بېلابېلو اړخونو کې له بدلون سره پښتو شعر هم پرمختګ کړی دی

پر افغانستان د امريکا له بريده لس کلونه تېرېږي.

د ۲۰۰۱ کال د اوکتوبر پر ۷ مه امريکا د سپتمبر ۱۱ مې په غچ کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه پيل کړه، او په افغانستان کې يې طالبان له واکه لرې کړل.

دا چې د تېرې يوې لسيزې په اوږدو کې د افغان ټولنې په بېلابېلو اړخونو کې بدلون راغلی، پښتو شعر څنګه پرمختګ کړی دی؟

په جلال اباد کې ببرک مياخېل په دې اړه له ليکوال او شاعر باز محمد عابد سره غږېدلی دی.

خندا روغتيا ده!

دا د پير محمد باوري د ټوکو کتاب دی چې په وروستيو کې له چاپه راوتلی دی.

ښاغلی باور وايي د ټوکو نور کتابونه يې هم ليکلي، چې ډېری ټوکې يې د مجلسونو له ويناوو راټولې کړې دي.

دی وايي د کندهار د ناميانو پېژندنې کتاب يې ليکلی او د اصطلاحاتو او ويناوو بل کتاب يې تر چاپ لاندې دی.

پير محمد باوري په لندن کې اوسېږي.

دی پېلوزي ته د خپلو ټوکو او نورو ليکنو کيسه کوي.

په ادب کې د نوبل جايزې ګټونکی اعلان شو

Image caption توماس ټرانسټرومر اوس اتيا کلن دی او شعرونو لومړی کتاب يې په ۱۹۵۴ کال کې چاپ شوی دی.

په ادب کې د نوبل سږکال جايزه ګټونکی د سويډن شاعر توماس ټرانسټرومر نومول شوی دی.

د سويډن شاهي اکاډمۍ ځکه دی نومولی چې په وينا يې په شعر کې د ده سره غونډې شوې او رڼې انځورونې واقعيت ته يو تازه لاسرسی برابر کړی دی.

د توماس ټرانسټرومر اوس اتيا کلن دی او شعرونو لومړی کتاب يې په ۱۹۵۴ کال کې چاپ شوی دی.

دی په ادب کې د نوبل جايزې ۱۰۸ ګټونکی دی، چې تېر کال د پېرو (ماريو وارګاس ليوسا) ګټلې وه.

په ادب کې د نوبل جايزې سږني ګټونکي په اړه مو په سويډن کې مېشت افغان ټولنپوه اقبال کامران سره خبرې کړې دي.