په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوله : سوله ييز پړاو کې د واک ويش

په افغانستان کې د سولې امکانات او له هغې سره تړلې اندېښنې څېړو.

په لومړي پروگرام کې مو د سوله ييزو خبرو د سم مهال دلايل وڅېړل. دا ځل به دا واورئ چې تر سولې وروسته په دولتي واکمنۍ کې کوم بدلونونه ضروري دي.

د دې بحث کوربه داود جنبش دى او ميلمانۀ ورسره د طالبانو په واکمنۍ کې د بهرنيو چارو د وزارت مامور وحيد مژده، د حکومت مخالف اسلامي گوند د سولې مشر مرکچي قريب الرحمن سعيد او د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ډاکټر فاروق بشردي.

د سياسي حل عناصر

  • د واک وېش:

  • د دفاع ، کورنيو چارو او ښايي د پوهنې او عدليې وزارتونه د واک د وېش په برخه کې ځانگړى حساسيت ومومي
  • د نوي سياسي سيستم د جوړولو لپاره به د نوي اساسي قانون جوړولو ته اړتيا وي
  • د واليانو د ټاکنې نوي مقررات چې له مرکزه يې لېرې کول گران شي
  • د ټاکنو د سيستم اصلاح ضروري ده او ښايي د ناندريو سبب شي
  • طالبان ښايي د لا شرعي کېدو، د کاليو او چلند د لا اسلامي کېدو او ملايانو ته د امتيازونو دډېرېدو غوښتونکي شي