په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سوله: د سولې شرطونه او اړوندې اندېښنې

Image caption د بحثونو د لړۍ دريم هغه په افغانستان د سولې په شرايطو او اندېښنو راڅرخي

په تېرو دوو بحثونو کې مو د پخلاينې سم مهال او له هغې سره تړلي دولتي بدلونونه وارزول.

په دې بحث کې به پر هغو اندېښنو وغږېږو چې واک ته د حکومت د وسله والو مخالفينو له گډولو سره تړلي دي.

دا بحثونه داود جنبش پر مخ بيايي دا ځل ورسره د ښځو لپاره د پښتنو د ټولنې مسووله اريانا کرزۍ ، د بشري حقونو فعال نادر نادري او د افغانستان د ملي پخلاينې په باب د يوۀ نړيوال رپوټ چمتوکوونکې اورځلا اشرف گډونوال دي.

درېيم بحث: د سولې شرطونه او اړوندې اندېښنې:

  • د بشري حقونو او د ښځو حقونو موضوع ښايي د ټکر پر يوې مهمې موضوع واوړي،
  • عدالت او احستاب: خو د جرمونو نړيواله محکمه يوازې هغه موضوعگانې څېړلى شي چې په ٢٠٠٣ کال د افغانستان تر منل کېدو وروسته پېښې شوې دي. او دا به ځينې ونه مني،
  • طالبان به ښايي غواړي چې په وسله وال پوځ کې د شمالي ټلوالې برلاسي له منځه ولاړه شي،
  • له القاعدې نه د طالبانو بېلتون،
  • دا بېلتون بايد باوري وي او دا ډاډه کړي چې نړيوال ترهگر بيا افغان خاروه نشي کارولى،
  • د نشه يي توکو د گواښ مهارول،
  • ملگري ملتونه دې د افغان نشه يي توکو مخامخ څار پر غاړه ولري،