په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: په پښتو کې حماسي شعر

دې اوونۍ پېلوزي کې

ټراژيدي او کيسه يي شعر

Image caption شاعران د غم او ټراژيډۍ پېښې په ډرامايي شعر کې انځوروي.

د هلمند شاعر علي شاه مظلوميار "اوښکې او سلګې"، او په "لفظونو کې دردونه" د شعرونو دوه ټولګې له چاپه راوتونکې دي.

ښاغلی مظلوميار چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر هم دی، وايي شعر يې د تېرو دريو لسيزو جګړې پر اوږدو کې پيل کړی، نو ځکه يې منځپانګه او وينا دردونه، غمونه، وير او اوښکې دي.

دی وايي دا چې شاعر د خلکو د هيلو، اندېښنو او غوښتنو ژباړه کوي، نو ده هم په خپلو شعرونو کې د زمانې د هر پړاو انځور راغبرګ کړی دی.

په پېلوزي کې له ښاغلي مظلوميار سره خواله کوو، او دی خپل يو شعر هم راته وايي.

په پښتو کې حماسي او داستاني شعر

په پښتو کې هم د نورو ژبو په څېر کيسه يي يا داستاني شعر له پخوا راهيسې دود و، په تېره بيا مرثيې يا په شعر کې د وير وينا.

د دغه ډول شعر مشهور يې د ميرويس نيکه لور زينب شعر دی چې د خپل ورور شاه محمود پر مرګ په کې وير کوي:

غږ چې ورور تېر له دنيا سو نا - کــــــــــــــــندهار واړه په ژړا سو نا

زړه مې په وير کې مبتلا سو نا - چې شاه محمود له ما جلا سو نا

د انځور حقوق AP
Image caption ډېری حماسي شعرونو کې لرغونې جګړې انځورشوې دي

په پښتو شعر کې د مرثيې او درناوي بوللې ډېرې دي او له کلاسيک يا پخواني شعر يې هم بېلګې راپاتې دي.

خو اوس مهال بيا ډرامايي شعر هم دود شوی او ګڼ شمېر شاعران په کې په ډراماټيک ډول د غم او ټراژيډۍ کيسې نغاړي.

د هلمند شاعر علي شاه مظلوميار هم د لښکر ګا موټر بم چاودنه او د مرګونو وير يې په خپل شعر کې په ډراماټيک ډول انځور کړی و.

خو دا چې د پښتو حماسي او سندريز شعر څنګه دی، په لندن کې مېشت شاعر او ليکوال افضل ټکور پرې راسره پېلوزی کې خبرې کوي.

په مزار شريف کې د لانځکو تياتر

Image caption په تېرو څو کلونو کې افغانستان کې د تيارتر فعاليتونه زيات شوي دي

دا اوونۍ د ګوېټه انسټيټيوټ په مرسته په مزار شريف کې د لانځکو تياتر ننداره وړاندې شوه.

د ګوېټه انسټيټيوټ د کلتوري څانګې مشر ابراهيم هوتک وايي دغه تياتري ننداره د کابل پوهتنتون د زده کوونکيو او فارغانو په نوښت جوړه شوې ده.

دی وايي دغه ننداره "د زمري کيسه چې ليکل نه شي کړی" په نامه له جرمنۍ ژبې پښتو ته ژباړل شوي کتاب پر بنسټ جوړه شوې، او دا چې په کابل کې يې د افغانستان د ملي جشن پر مهال ګرم هرکلی وشو نو ځکه يې اوس ننداره نورو ښارونو ته هم غځوي.

د باليووډ را ون فېلم

د انځور حقوق bbc
Image caption را ون د بالي ووډ تر ټولو ګران فېلم بلل شوی دی

د هندۍ سينما "را ون" په نامۀ فلم چې د باليووډ تر ټولو ګران فېلم بلل شوی دا اوونۍ د هندوانو ډيوالي فسټيوال سره همهاله خپور شو.

دغه فېلم د نړۍ په لرو بر کې په نژدې پنځه زرو سينماگانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د فلم ستوری او مرکزي لوبغاړی شاه رخ خان دى.

پر فلم باندې لومړنيو کره کتنو ښوولې چې د ځانگړو تخنيکونو په کارولو کې دا هڅه د ستاينې ده خو د کيسې پلاټ يې ډېر روښانه نه دى.

شاه رخ خان د همدې فلم د پروديوسر يا توليدونې چاره هم پر غاړه اخيستې ده. زموږ همکار اسماعيل مياخېل چې فېلم تخنيک يې لوستی، دغه فېلم کتلی، پېلوزی ته يې کيسه کوي.