کريکټ انځورونه: له بوټان سره په مالديپ کې د افغانستان مخامخيدنه

افغانستان د سارک په شل اوريزو کريکټ سياليو کې بوټان ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبو ته ورسيد د دغې لوبې ځينې عکسونه بي بي سي پښتو وېبپاڼه وړاندې کوي.

  • حميد حسن
    د افغان ٢٥ کلنې لوبډلې کپتان حميد حسن د بوټان له کپتان او لوبڅارانو سره د شير خط يا پچې پر وخت
  • روزونکي
    د افغان لوبډلې د روزونکو ډله، لوبغالي ته په کښتۍ کې سفر درلود، لوبې په يوه ټاپو کې کيږي
  • دمه ځاى
    افغان روزونکي او لوبغاړي د لوبغاړو په دمه ځاى يا پوېيلين کې د لوبې له نندارې خوند اخلي
  • لوبه
    بوټاني لوبغاړي د افغان بالرانو په وړاندې د ټينگې نه و يوازې ٧٢ منډې يې وکولاى شواى
  • لوبه
    بوټاني لوبغاړي د تيزو افغان بالرانو په ډيرو بالونو ونه پوهيدل
  • لوبډله
    له ٢٢٣ منډو بري وروسته کپتان حميد حسن خپله لوبډله له لوبغالي هسکه غړۍ وايسته
  • غوره لوبغاړى
    د افغانستان د کريکت بورډ مهم غړي شهزاده مسعود د لوبې غوره لوبغاړي عامر منگل ته چې ٨١ منډې يې کړې وې د غوره لوبغاړي جام ورکړ

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .