په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وردگ: ښوونځي نه لرونکو سيمو ته مو پيسې وموندې

د افغانستان د ښوونې و روزنې وزير ډاکټر فاروق وردگ وايي څو پنځوس ميليونه ډالر مرسته يې موندلې ده.

دا پيسې به په هغو سيمو کې لگيږي چې د جگړو او يا نورو دلايلو له امله په کې ماشومان ښوونځيو ته نه شي تللى.

افغان وزير له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې دوى دغه مرستې د نړيوال مشارکت د ټولنې په غونډه کې ترلاسه کړه او ورسره يې د دغه سازمان غړيتوب هم ترلاسه کړ.

مصطفى سالک له ښاغلي وردگ سره مرکه کړې او د دغه نړيوال ښوونيز بنسټ په اړه يې پوښتلى دى.