انځوريز رپوټ: دويم لاس توکي په افريقا کې

  • گانا
    د سویس فیدرالي لابراتوارونو په یولسو هیوادونو کې په غیر رسمې ډول د تخنیکي وسایلو دبیا کارولو اسناد په ډاګه کړي دي. بي وزله ټولنې پرته له دې چې په دغو تخنیکي وسایلو لکه تلویژونونو، ګرځنده تیلفونونو، کمپوټرو او نورو له کاره وتلو وسایلو کې خطرناکو توکو ته پام وکړي دهغو د کارولو هڅه کوي. دا په ګانا کې همداسې یوه هڅه ده.
  • گانا
    له اروپا او امریکا څخه د ورغلو دوهم لاس توکو کارول په افریقايي هیوادونو کې ډیر دی. په دې تصویر کې ددغه تخنیکې الې برخې سوځول کیږي څو په ګانا کې ونه کارول شي.
  • اکره
    افریقايي هیوادونو ته له اروپا څخه ورغلي توکي ډیر ځله د سرو زرو، مسو او نورو فلزاتو د ترلاسه کولو په موخه له کاره ایستل کیږي او یا اوبه کیږي.
  • نايجيريا
    له اروپايي هیوادونو نه لویدیځې افریقا ته د دوهم لاس تخنیکي توکي په منظم ډول د کوچنیو شرکتونو له خوا وړل کیږي. دا په نیجریا کې د تخنیکي وسایلو د له کاره ایستلو یوه اډه ده.
  • بنين
    افریقايي هیوادونو ته دوهم لاس تخنیکي وسایل په دې موخه وړل کیږي چې په ټیټه بیه وپلورل شي. د دې وسایلو نیمايي له بیا جوړولو وروسته پلورل کیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .