په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان د ټکس مسجونو چاڼ شروع کړ

د پاکستان د مخابراتو وزارت د موبايل تيلې فوني شرکتونو ته ويلي چې هغه لنډ ليکلي تيلې فوني پيغامونه يا ايس ايم ايسونه له ليږلو راوگرځوي چې ناوړه ژبه کاروي.

دوى د شاوخوا زرو داسې لغتونو ليست په اردو او انگريزي ژبه کې جوړ کړى چې د دوى په وينا يې کارول مناسب نه دي.

د موبايل تيلې فوني شبکو له خوا ويل شوي چې دا کار به د دوى عايد نژدې څلوېښت په سلو کې کم کړي.

ايوب ترين راته وايي چې په اردو او انگريزي کې دا ټول زر توري پوچ دي او که پوچ ته ورنژدې يې هم بند کړي دي؟