ستاسو غږ:د پاکستان نشتوالى د بن پر غونډې څه اغيز کولى شي؟

بن غونډه

ټيک لس کاله وړاندې د بن لومړۍ غونډه شوې وه

پاکستان وايي دوى د افغانستان په باب د جرمني د بن په کانفرانس کې د احتجاج په دود ځکه برخه نه اخلي چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د دوى ٢٤ سرتيري ووژل.

د دسمبر په پنځمه نېټه به په بن کې نړيواله غونډه تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان پر امنيت او ثبات غور کوي.

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان سرتيرو ته د امنيت سپارل، له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې او له گاونډيو هيوادونو سره اړيکي به هغه خبرې وي چې د بن د غونډې برخه وال به پرې غور کوي.

د پاکستان نه گډون داسې دى لکه پر دغه کانفرانس چې ځانمرگى بريد شوى وي. په دې غونډه به يې خورا بد او ژور اغيز وشي .

ذبيح رحمت

شننونکي وايي د افغانستان گاونډيان او د سيمې هيوادونه مهم رول لوبولى شي.

کابل هيله من دى چې گاونډيان به د افغانستان سولې او امنيت ته ژمنتيا ښيي.

خو که اسلام اباد په رښتيا بايکاټ وکړي، د دوى نشتوالى به د بن پر غونډې څه اغيز ولري؟

د همدې پوښتنې د ځواب لټه ستاسو غږ خپرونه کوي.

که نظر يا پوښتنه لرئ د بي بي سي پښتو برېښناليک ته يې راواستوئ، بي بي سي پښتو فيسبوک کې تبصره وليکئ او يا هم د خپرونې په ترڅ کې مخامخ زنگ ووهئ او يا هم لنډ تيلې فوني ليکلى پيغام يا ايس ايم ايس راته وليکئ.

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

ستاسو ځينې برېښناليکونه

ستومان له کندهاره: دا د افغانانو لپاره زيرى دى چې پاکستان په بن کانفرانس کې برخه نه اخلي. موږ له گاونډيانو په عذاب يوو.

محمد يوسف ځاځى له کابله: د پاکستان گډون ښه خبره ده خو دوى پلمه جوړوي او د سرتيرو وژنه يې هسې بهانه ده دوى پوهيږي چې هلته به پرې فشار وارديږي.

ثنا له پېښوره: د اسلام اباد بايکاټ مانا نه لري.

سراج الدين سرحدي له هند حيدراباد څخه: د پاکستان گډون مهم دى، ټوله نړۍ پوهيږي چې ستونزه له همدې ځايه پيدا شوې .

محمد ابراهيم شرافت له چمن بلوچستان څخه: طالبان او پاکستان دواړه بايد د بن په غونډه کې حضور ولري. که دوى دواړه نه وي دا غونډه به نتيجه ونه لري.

حيات الله داوري له لښکرگاه: پاکستان دومره مهم نه دى لکه امريکا او نور هيوادونه چې يې مهم بولي. په دې غونډه کې په لسگونو هيوادونه برخه اخلي که عملي شي نو د پاکستان شته والى نشتوالى به هيڅ مانا ونه لري

پاکستان نه غواړي چې افغانستان د نورو هيوادونو غوندې شي.

اپريدى سنگر

رحمت الله زیارمل , ننګرهار: زما په نظر د بن په کنفرانس کې د پاکستان ګډون ډیر اړین وو ځکه هغه مسایل چې افغان دولت او امریکایي چارواکي پرې د بن په کنفرانس کې خبرې کوي دټولو کونجي یاحل له پاکستان سره دی او پردې ټکي اوس ټوله نړۍ پوهه شوې ده . نوکه چیرې په دې کنفرانس کې پاکستان موجود واى ښه والی په دې کې وو چې دکنفرانس ګډون والو به له پاکستان سره مخامخ دیادو ستونزو د حل لپاره له هغوی سره خبرې کړې وې او په دې برخه کې به یې نورې له پاکستان څخه لیکلې ژمنې اخستې وې چې ښایی دې چارې په افغانستان کې شته بحران ته د پای ټکی ایښودلی وای دا هم ښکاره خبره ده چې د بن به کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون په دې مانا دی چې نه یوازې پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې روان جنګ او بحران ختم شي بلکې د دې بحران اصلي عامل پاکستان دی نو د افغانستان د ستونزې دحل لپاره نړيوالو ته پکار ده چې پر پاکستان خپل هر ډول فشارونه ډیر کړي.

جاوید وردګ, واشنګتنزه فکر نه کوم چې کومه اغیزه ولري، هر څومره چې ورڅخه لري اوسي هغومره به زموږ په ګټه وي. او باید وویل شي چې پاکستان پخپله هم د لوږې، بدبختۍ او له یو ستر سیاسی ناورین سره مخامخ دی.

محمد نسیم سهیل له هندوستان-بنګلور : زما په اند دپاکستان ګډون د بن په غونډه کې ځکه ضرور دى چی یوازی دوی کولای شی په اغیزمنه توګه طالبان قانع کړي چې له دی سخت دریځۍ نه لاس په سر شي. ځکه دوی یې هرڅه ته هڅوي اوکولای شي سولې ته یې هم وهڅو

اجمل له پېښوره: پاکستان د ناټو په تيري خپل غبرگون ښيي، بايد همداسې وکړي او ناټو مجبوره کړي چې بيا تېروتنه ونه کړي.

زاهد جان له کندهاره: د بن په کانفرانس کې دوه حالته دي يا به په پاکستان ملامتي اچول کيږي او يا به پاکستان نورې همکارۍ ته مجبوريږي دا دواړه خبرې د اسلام اباد په خير نه دي نو نه گډون يې په خير تماميږي.

د بي بي سي له پښتو فيسبوک څخه

پکتياوال ځاځى: تر بل هر هيواد پاکستان په افغانستان کې ډير رول لري که دوى برخه وانه خلي دا غونډه مانا نه لري. په دې کانفرانس کې به امريکا، ولسمشر کرزى او نور هيوادونه بايد پاکستان اړباسي چې گډون وکړي.

چي وارا: بهتره دا وه چې تاسو پوښتلي واى چې د طالبانو نه گډون په دې کانفرانس څه اغيز کولى شي

ايمان ارمان: پاکستان هيڅکله سوله ييز او پياوړى افغانستان نه غواړي. دوى يې اصلآ زغملى نه شي.

شفيع الله پرهار: هيڅ اغيز نه لري.

پريدى سنگر: پاکستان نه غواړي چې افغانستان د نورو هيوادونو غوندې شي.

صديق ذهين: هيڅ اغيز نه لري بلکې د پاکستان نه گډون ښايي د افغانستان په گټه وي.

له نور فيسبوک څخه

نصير روکى: موږ په دې پوهيږو چې زموږ د هيواد اوسنى حال د گاونډيو له لاسه دى نو بايد پاکستان په دې ناسته کې گډون وکړي.

ډاکټر شعيب صاحبزاده: تر اوسه چې پاکستان په کومو کانفرانسونو کې برخه اخيستې کله يې افغانستان ته گټه رسيدلى ده. دا به لومړى ځل وي چې د دوى د نشتوالي نتيجه وگورو.

رفيع الکو: گومان نه کوم چې د پاکستان نشتوالى به د سولې په خبرو يا له طالبانو سره په پخلاينه څه اغيز ولري خو که دوى په کانفرانس کې وي نو ترې وبه غوښتل شي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي. بل ښايي د ډيورنډ د کرښې خبره هم مطرح شي او د همدغو دوو مسايلو لپاره د پاکستان گډون مهم دى.

صالح غزنوي: که پاکستان گډون هم وکړي ظاهري خبره به وي د هغوى دريځ دوه مخى دى.

علم الدين فيضي: د پاکستان گډون د افغانستان په گټه دى خو په نه گډون به يې يوازې دا وشي چې د سولې خبرې اترې او د پخلاينې بهير به په دې غونډه کې کم رنگه شي ځکه چې په دې برخه کې د پاکستان گډون ضروري و.

عبدالرحيم شتمن: اول پاکستان ته ضرورت نشته خو په ياد ولرئ چې پاکستان به ورځي او گډون به پکې کوي.

بسم الله پښتونمل: د لاسته راونو او کيفيت له پلوه د پاکستان گډون مهم مخ دى خو ځاى به يې تش وي او دا گټه به هم وکړي چې د کانفرانس گډونوالو ته به يو ځل بيا دا ور په ياد شي چې امريکا د پاکستان پوځيان وژلي و او اوس پاکستان له ټولې نړۍ خپه دى

سيد محمد انورزى: پاکستان نه غواړي له خپلې گټې پرته په افغانستان کې امن راشي. په دې مانا چې پاکستان په هغه غونډه کې برخه نه اخلي چې خپله گټه پکې ونه ويني.

نوري اريان: د پاکستان گډون يا نه گډون زما په فکر مانا نه لري

صديق الله افغان: د بن په غونډه کې د پاکستان نه گډون خپله پر خپله پښه د تبرۀ وار دى. هسې هم نړيوال پر پاکستان بې باوره دي که چيرې گډون ونه کړي يا يې وکړي په دواړو حالاتو کې به يې افغانستان ته گټه نه وي

ذبيح رحمت: د پاکستان نه گډون داسې دى لکه پر دغه کانفرانس چې ځانمرگى بريد شوى وي. په دې غونډه به يې خورا بد او ژور اغيز وشي .

ستانکزى بهير: که ګډون وکړي او که نه د پاکستان ستراتیژي زموږ په اړه نه بدلیږي خو ښه دا ده چې نه وي موږ به هم نور پوه شو چې دا هیواد له موږ سره کوم ډول چلند کوي بل پاکستان غواړي چې ځان نور هم مطرح کړي له غرب نه مرستې واخلي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .