ويديويي رپوټ: د هرات رنگين په لاس جوړ شوي لوښي

په هرات کې د مصرف شویو ښیښو نه په لاس د رنګینو لوښیو د جوړولو پخوانی صنعت بيا غوړيدلى دى .

په ټوله نړۍ کې دا د خپل ډول یوازنی ځای دی چې د یو ځل کارول شویو ښیښو نه دا ډول رنګین لوښې جوړوي او پلوري.

دا لوښي په ناڅیزه پانګه او یوازې په لاس جوړیږي او قالب نه لري.

بهرني سیلانیان دا توکي ډیر خوښوي او خپلو هیوادو ته یې د ډالۍ په توګه وړي.

دا کسب په هرات کې ډيره سابقه لري او د یوه نسل نه بل ته لیږدول شوی.

اوس یوازې څلور تنه په هرات کې په لاس دا ډول توکي جوړولی شي.

محمد قاضي زاده له دغو کسانو سره ليدلي دي او د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ويديويي رپوټ يې پرې له هراته راليږلى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .