په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان گول ساتونکى: لوبڅار ته مې ويل پيناتي نه وه

د انځور حقوق b
Image caption افغان گول ساتونکى حميد الله يوسفزى وايي دۀ شکايت کاوۀ چې فول د ډي له کرښې دباندې شوى دى

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې گول ساتونکي حميد الله يوسفزي له هند سره د سارک سياليو د پايلوبې په ترڅ کې د سرۀ کارډ پر پېښه خبرې وکړې.

يوسفزي چې د لوبې په څو شپېتمه دقيقه کې د سرۀ کارډ په ليدو له لوبې وايستل شو ، بي بي سي ته وويل چې دۀ يوازې شکايت کاوۀ.

افغان گول ساتونکي چې په پايلوبه کې کپتان هم و بي بي سي ته په کابل کې وويل چې لوبڅار ويل چې دۀ پورې وهلى دى.

د فوټبال د نړيوال فدراسيون د ټولنې له قوانينو سره سم لوبغاړي دا حق نه لري چې پر لوبڅار لاس کېږدي او يا يې هم پورې وهي.

افغانستان له هند سره د سويلي اسيا د فوټبال فدراسيون په پايلوبه کې تر دري شپېتمه دقيقې پورې ښه لوبه وکړه.

خو د هند د لوبغاړي نبي له لورې يوۀ ښکلي پاس د افغانستان دفاع ماته کړه او د هغۀ پاس له امله هند پيناتي هڅه وموندله.

حميد الله يوسفزى چې په پايلوبه کې کپتان و داسې ښکاره شو چې خورا قهر وړى دى او د دۀ شکايت د دې سبب شو چې سور کارډ وويني.

له لوبې وروسته په افغانستان کې دننه خورا ډيرو خلکو شکايت وکړ او د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي چې دوى به د اسيا فوټبال فدراسيون ته هم مخامخ شکايت کوي.

هند په پايلوبه کې افغانستان ته څلور صفر ماتې ورکړه.

دا لومړى ځل و چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په نړيوالو لوبو کې پايلوبې ته رسيږي.

په دغو سياليو کې افغانستان سرېلنکا، بوټان او نيپال ته ماتې ورکړې او له هند سره يې يوه لوبه مساوي ختمه کړه.