په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: ۲۰۱۱ کال کې کلتور او فرهنګ

د دې اوونۍ پېلوځي کې:

افغانستان کې په ۲۰۱۱ کال کې کلتور او فرهنګ

Image caption د افغانستان په ډېرو ځايونو کې تاريخي اثار له رغونې بې برخې پاتې دي.

شيرين عمر چې تېرېږي درېغه درېغه، د اوبو په څېر بهيږي درېغه درېغه

د عمر بهير کې ۲۰۱۱ زېږيز کال تېر شو، دغه کال بيا هم د تېر په څېر په افغانستان کې له ناراميو ډک و.

د تېر کال جګړو او تاوتريخوالي پېښو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو اغېږ پرې ايښی، چې کلتوري او فرهنګي چارې هم ترې په ژوره اغېزمنې شوې دي.

په افغانستان کې د رسنيو په ډګر کې له پرمختګ سره، دغه هېواد بيا هم د خبريالانو لپاره خوندي نه بلکې له ګواښ ډکو هېوادونو په سر کې و.

د لرغونو اثارو رغونې چارې ترسره شوې، خو بيا هم په ډېرو ځايونو کې تاريخي اثار له رغونې بې برخې وو.

د فېلم او ډرامې توليد هم بې خونده بلل شوی دی.

د دې اوونۍ پېلوزي کې په تېر ۲۰۱۱ کال کې د بېلابېلو کلتوري چارو پر اړخونو غږېږو، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير غلام نبي فراهي او څېړونکی نجيب منلي په کې راسره خبرې کوي.

پښتونخوا کې کلتور او فرهنګ

کوزه پښتونخوا کې د تېر په څېر په ۲۰۱۱ کال کې هم د وخت ناخوالو د ژوند پر اړخونو خپل سيوری غوړولی و، چې ادبي کلتوري چارې هم ترې لرې نه وې.

په تېر ۲۰۱۱ کال کې په پښتونخوا کې د ادبي کلتوري پرمختياوو په اړه په پېښور کې رحمان الله له ليکوال او شاعر اسرار اتل سره خبرې کړې دي.

کندهار کې شخصي کتابتونونو دودېدنه

Image caption په کندهار ځوانانو په خپلو کورونو کې د شخصي کتابتونونو جوړونې ته مخه کړې ده.

په ۲۰۱۱ کال کې د کتاب چاپ او لوست غوړېدا هڅې د تېر په څېر وې او د چاپ او لوست دودونه کې د پام وړ کومې پرمختيا يادونه نه ده شوې.

خو په کندهار بيا ځوانانو په خپلو کورونو کې د شخصي کتابتونونو جوړونې ته مخه کړې چې د يوشمېر ادب پالو په باور دا د دغه دود غوړېدا، او هم د کتاب او لوست سره د راتلونکي نسل د مينې او اشنايۍ زېری دی.

نور حال په کندهار کې له مامون دراني اورو.