کرن خان: خراب شعر د موسيقي راتلونکى خرابوي

کرن خان
Image caption اورېدونکي دې هغه شعرونه اوري چې د ټولنې او سیمې دردونه پکې انځور شوي وي.

د پښتو موسیقي په ډګر کې ځلانده ستوری کرن خان وايي په وطن کې خورې تیارې د علم په رڼا له مینځه تللي شي او دا هله شونې ده چې میندي او پلرونه په خپلو بچیانو زده کړې وکړي.

کرن خان له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل په مینه والو کې یې د محبوبیت راز د وطن هغه دردونه دي چې ده سندرې کړي دي.

ښاغلي خان په ټینګار له اوریدونکو غوښتنه وکړه چې د پښتو موسیقي د ښې راتلونکې لپاره هغه شعرونه واوري چې د ټولنې او سیمې دردونه پکې انځور شوي وي او دده په وینا غیرمعیاري نه وي.

له کرن خان سره ابراهیم امیري مرکه کړې چې دلته یې اوریدلی شی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب