په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نبي: له انگلستان سره په لوبه کې مو ډير څه زده کړل

Image caption محمد نبي له انگلستان سره په لوبه کې پنځه کسه وسوځول خو په منډو کې هغسې ونه ځليد چې نور کله مو ليدلى

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې ستورى محمد نبي عيسى خيل وايي له انگلستان سره په لوبه کې يې ډير څه زده کړل.

محمد نبي له خپلو هيوادوالو حميد حسن او محمد شهزاد سره په هغه ټيم کې يو ځاى و چې د کريکټ د نړيوالې شورا له خوا منتخب شوى و.

په دې لوبډله کې د ايرلنډ درې، د سکاتلند او نميبيا دوه دوه او د اماراتو يو لوبغاړى هم و.

لوبه درې ورځنۍ وه او د انگلستان له ملي لوبډلې سره کيده.

حميد حسن په دې لوبه کې ټپي شو خو محمد شهزاد په دواړو نوبتونو کې ښه وځليد او ټول ټال يې ١٢٥ منډې وکړې.

محمد نبي د منډو په ډگر کې ډير ونه ځليد خو په اول وار يې د انگلستان دوه او په دويم ځل يې درې لوبغاړي وسوځول.

حميد حسن تر ټپي کيدا وړاندې دوه کسه سوځولي و.

لوبه انگلستان د درو لوبغاړو په شته والي وگټله خو ډيرو دا گومان کاوۀ چې که حميد حسن روغ پاتې شوى واى نو لوبه يې ښايې گټلې واى.

محمد نبي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خپلې دغې لوبې پر تجربې خبرې کړې دي.