په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حميد حسن: غواړم بنگله ديش کې د هيواد نوم روښان کړم

Image caption حميد حسن له انگلستان سره په لوبه کې ټپي شوى و خو اوس وايي چې بيا لوبې ته چمتو دى

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې تکړه او تيز بالر حميد حسن خوښ دى چې د بنگله ديش د شل اوريزو سياليو په ليلام کې د يوۀ کلب غړى شو.

حميد حسن له بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې هيله من دى په ښه لوبې نړيوال قانع کړي چې نور افغان لوبغاړي هم ور وبولي.

حميد حسن په دې وروستيو کې د کريکټ د نړيوالې شورا په منتخب تيم کې د انگلستان د ملي لوبډلې خلاف لوبيدۀ.

په هغه لوبه کې دۀ د انگلستان کپتان سټراوس او تکړه لوبغاړى ټراټ وسوځول خو ورپسې ټپي شو.

اوس حميد په دوبۍ کې درملنه کوي او وايي ورو ورو مخ په ښه کيدو دى.

حميد حسن وويل د فبروري په لسمه نېټه چې افغانستان له پاکستان سره رسمي يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کوي په هغې کې به تر گډون وروسته بنگله ديش ته ځي.