په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر افغانستان د پاکستان او هند د سيالۍ اغېزې

Image caption په افغانستان کې د بې ثباتۍ يو لامل د ګاونډيانو سيالي ښوول کېږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن سيمې ته د اوسني سفر موخه دا وه چې په افغانستان کې ښکېل هېوادونه هلته د دروانې لانجې په هواري کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي.

که څه هم د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې نورو غړيو دا خبره بيا بيا کړې چې د افغانستان لانجې د هواری لپاره د سيمه ييزو هېوادونو همکاري اړینه ده، خو تر دې مهال د ريښنينې همکارۍ څرګندې نښې نه ښکاري.

په دې لړ کې د پاکستان رول او همکاری مهمه ښکاري ځکه فکر کېږی چې پر وسله والو طالبانو اغېز لري.

خو پاکستان بيا په افغانستان کې د خپل سيال هند د ډېرېدونکي نفوذ په اړه اندېښمن دی.

په لندن کې د سټراټيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټيوټ له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په اړه خپلې څېړنې خپرې کړې چې يوه برخه يې په افغانستان کې د پاکستان او هندوستان رول ته ځانګړې شوې ده.

داود اعظمي د دغه انسټيټيوټ د جنوبي اسيا څانګې له مشر راهول رای چودري (Rahul Roy-Chaudhry) سره يوې ځانګړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې د دوی په نظر د پاکستان او هندوستان خپلمنځۍ سيالۍ پر افغانستان څومره اغېز کوي.