په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حميد حسن: د کريکټ نړيوالو اتلوليو د غوراوي له پړاوه ووتم

Image caption حميد حسن له انگلستان سره په لوبه کې ټپي شوى و

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې وتلى لوبغاړى حميد حسن بي بي سي ته وويل چې د پښې زخمونه يې تر هغه ډير دي چې اول يې گومان کيدۀ.

د افغانستان د کريکټ لوبډله نله پلان سره سم د جمعې په ورځ( د مارچ دريمه) له کابله دوبۍ ته رهي کيږي.

په اماراتو کې به افغانستان د روان کال د شل اوريزو نړيوالو سياليو د غوراوي په لوبو کې برخه اخلي.

حميد حسن د افغانستان ډير تکړه بالر دى، خبريالان وايي د حميد حسن نشتوالى به افغان لوبډلې ته لوى گوزار وي.