په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان پلاوى: د نړۍ د ٤٠٠ پوهنتونونو له مشرانو سره مو د نظر تبادله وکړه

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت پلاوي د لندن علمي کنفرانس چې بريتش کونسل یا د بریتانيې د فرهنگي مرکز په نوښت د پوهې د نړيوال کيدو په نوم جوړ شوی و گټور وباله.

د لندن په دغه درې ورځني کنفرانس کې چې د نړۍ له ٨٠ هېوادونو په کې ١٥٠٠ تنو پوهانو برخه درلوده د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت يوه پلاوي ته هم په کې بلنه ورکړل شوې وه.

دغه کنفرانس له ٢٠٠٦ میلادي کال راهیسې هرکال جوړيږي. افغان پلاوي چې په دغه علمي سيمنار کې د افغانستان د لوړو زده کړو پر لاس ته راوړنو او ستونزو وغږید.

دغه پلاوی وايي دوی د نړۍ د ٤٠٠ پوهنتونو له مشرانو سره چې په دغه سیمنار یې برخه لرله د نظر تبادله وکړه او زیاتوي چې د هغوی له علمي مقالو نه به په خپل تعليمي سيستم کې گټه واخلي.

د افغان پلاوي په ترکيب کې د کابل پوهنتونو رېس پوهاند حميدالله امين هم و. ښاغلي امين زموږ له همکار شیرآقا کریمي سره د مرکې په پیل کې د خپلو لاسته راوړونو په اړه معلومات ورکوي.