په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په خيبر کې نور په ګوليو ویشتل شوي مړي وموندل شول

په خيبر دره کې ديارلس مړي چې د گوليو د لگېدو نښې لري موندل شوي دي. دا موندنه په سيمه کې د اورپکو ډلو خلاف د پاکستان د امنيتي ځواکونو د عملياتو له سختېدو سره سمه شوې ده، خو لا د مړو پوره پېژندگلوي نده شوې.

ځايي چارواکي وايي چې ښايي دا کسان څه وخت دمخه وژل شوي وي او مړي يې اوس برسېره شوي وي.

دوه ورځې دمخه د پېښور د جنوب په ١٥ کيلومترۍ کې په ورته ډول، په گوليو سوري شوي نور مړي هم تر لاسه شوي وي.

په پېښور کې مې خپل همکار رحيم الله يوسفزى وپوښته چې دغه مړي د چا کېدلى شي؟