په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کابل کې د بزګرو دوديزه مېله

نن (چهارشنبه/ مارچ ۲۱) د ۱۳۹۱ کال دويمه په کابل کې د بزګرو دوديزه مېله او نندارتون ولمانځل شو. د افغانستان د کرنې وزارت وايي په تېرو لسو کلونو کې د کرنې سکتور پرمختګ کړی، خو لا هم نور ډير کار ته اړتيا ده.

وزير محمد اصف رحيمي وويل د هېواد محصولات يو پر دوه شوي او اوس يې د عربي هېوادونو، هند او روسيې ترڅنګ اروپايي او امريکايي بازارونو ته هم لاره موندلې ده. ده وويل په راتلونکو لسو کلونو کې به يې ډير پام د اصلاح شويو تخمونو ترويجولو او د اوبه خور سيستم بيارغولو ته وي.

عبدالله ستانکزي دغې مېلې ته ورغلی او دا وېديو یې پرې چمتو کړې ده.