په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوځی: د نوي کال لومړی، د شعر نړیواله ورځ

پدې پیلوځي کې د شعر په نړیواله ورځ غږیږو، په افغانستان کې له شعر سره مینه کمه شوې ده؟

د جنوبي اسیا د لیکوالو او شاعرانو ټولنې هم خپل فستیوال طبیعت ته ځانګړی کړی و، غزنی تاریخي ودانۍ بیا رغوي.

د پسرلي لومړی ورځ یا د وري لومړی د شعر نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ له ۱۹۳۰ کاله راهیسې د نړۍ په سلګونو هیوادونو کې د شعر د نړیوالې ورځې په توګه لمانځله کیږي.

په ۱۹۹۹ کال کې د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او کلتوري ادارې، یونسکو لخوا هم د مارچ یوویشتمه د شعر د نړیوالې ورځې په توګه یاده شوه.

پدې ورځ د ‌ډیرو هیوادونو په ښوونځیو کې هم شعر ورښيي او د زده کوونکو شعرونه ارزول کیږي.

خو داسې بریښي چې پدې وروستیو کې د انترنت په غوړیدو سره د شعر کتابونو لوستل کم شوي دي.

په افغانستان او پښتونخوا کې حالت څنګه دی؟

د پیلوځي ادبي بنډار کې په همدې بحث کوو.

د جنوبي اسیا لیکوالو او شاعرانو ادب په طبیعت کې وستایه

د جنوبي اسیا د لیکوالو او شاعرانو ټولنې هم د نوي کال په ویاړ فستیوال جوړ کړی و.

دا فستیوال د نوي کال په شپو کې په هند کې جوړ شو او د سږکال موضوع یې هم ادب په طبعیت کې وه.

ټولنه شاوخوا لس غړي لري او له ۲۰۰۰م کاله راهیسې افغان ادب پال هم ګډون پکې کوي.

غزني د۲۰۱۳ م کال لپاره د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینه بلل شوې.

دا اعلان په ۲۰۰۷ م کال کې په طرابلس کې د اسلامي تعلیمي، علمي او کلتوري موسسې د کلتور دوزیرانو په پنځمه غونډه کې وشو.

کېرنګ فور ریکتور:

دا د هغه کتاب نوم دی چې د صدام وروستی شپې انځوروي او روبېرت اېلس لیکلی دی.

نوموړی هغه تورپوستی امریکایی پوځي نرس و چې ورته امر شوی و، د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین په زندان کې تر اعدام د مخه ژوندی او روغ وساتي.

دی په خپلو خاطرو کې لیکي دنده یې دا وه چې صدام حسین روغ وي او په زندان کې یې خیال وساتي.

نوموړي دا خاطرې د یوه کتاب په بڼه چاپ کړې دي.

په ګردېز کې کتاب پلورنځی

د لومړي ځل لپاره د پکتيا په مرکز ګردیز ښارکې يو لوی کتاب پلورنځي جوړ شو.

تر دې وړاندې هم په دغه ښار کې په ډير شمير کتابتونونه او کتاب پلورنځي موجود و خو په دومره پراخه کچه د دغه ډول لومړی هغه دی .

په ګردیز ښارکې دا پدې کچه لومړنی کتاب پلورنځی دی چې څه پاسه دوه میلیونه افغانۍ پانګونه پرې شوې ده .