په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې اور سوداګرو ته دروند مالي زیان اړولی

د کندهار ښار د وچې مېوې په مارکیټ کې اور لګېدنې سوداګرو ته ۶۰ ميليونه افغانۍ زيان اړولی دی.

اور نن غرمه مهال دوولس نيمې بجې د كندهار ښار په برو دروازه كې د وچې مېوې په سراى كې ولګېد .

د كندهار د سوداګريزو خونو ريس حاجي نصرالله زهير وايې چې د اور لګيدو اصلي لامل نه دى څرګند خو ګومان كيږي چې سراى ته نژدې په هيروينو د روږدو كسانو له امله به اور لګېدلى وي.

له کندهاره مامون دراني پرې دا وېدیو چمتو کړې ده.