په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شپې عمليات، تړون او شننه يې

افغان حکومت له امريکا سره يو تړون وکړ چې ورسره د شپې له خوا پر ياغيانو د ځانگړو عملياتو ولکه کورنيو ځواکونو ته لېږدول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزير رحيم وردک د نړيوالو ځواکونو له لوى امريکايي قوماندان جنرال جان آلن سره په دې اړه د پوهاوي يو يادښت په کابل کې لاسليک کړ.

شپني عمليات تر ډېره د افغان حکومت او امريکايي ځواکونو ترمنځ د ترينگلتيا يوه سرچينه وه او خبريالان وايي چې ددې سند لاسليک به له افغانستان سره د امريکا اوږدمهالي ستراتېژيک تړون ته لار پرانيزي.

پر شپنيو عملياتو ډېرې نيوکې د هغو سيمو له وگړو دي چې بهرني ځواکونه په کې تر ټولو ډېر فعال دي.

د دوى په وينا چې شپنۍ چاپې نه يوازې کورنۍ په وېره اخته کوي، د سيمې له دودونو سره هم سر نه خوري.

خو بهرنيو ځواکونو ټينگار درلود چې ناڅاپي چاپې د ياغيانو په موندلو کې تر ټولو گټوره وسيله وه او له لاسه ورکول يې په پيل کړې جگړه کې برى لا گرانوي.

په کابل کې د پوځي چارو کارپوه نېک محمد کابلي د بي بي سي سره په يوه مرکه کې د لاسليک شوي تړون ځينې اړخونه داسې وڅېړل.