په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند ته د زرداري د سفر ارزښت

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په يوه لنډه خصوصي کتنه هند ته تللى و چې په اوو کلو ددې ډول لومړى سفر دى.

د ښاغلي زرداري موخه په اصل کې په راجستان کې د يوه صوفي زيارت ته ورتگ و. خو ددې ترڅنگ يې د هند له صدراعظم من موهن سنگ سره هم د غرمې ډوډۍ وخوړه.

دواړو په دې کتنه کې د اړيکو د پراخېدو وينا وکړه او ژمنه يې وکړه چې ژر به په پاکستان کې سره وگوري.

په ډيلي کې افغانې خبريالې رجني پرکاش ددغې کتنې ارزښت داسې بيان کړ.