په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ځينې تلوېزیونونه د ايران او پاکستان لخوا تمويلېږي"

دافغانستان د ملي امنیت اداره وایې د دغه هیواد یو شمیر سیمیز ټلویزیونونه او ورځپآڼې د ایران او پاکستان لخوا تمویلیږي.

د دغې ادارې ویاند لطف الله مشعل وایي یو شمېر ایراني او پاکستاني وګړي پرته له دې چې افغان دولت خبر کړي د خپرونو او پالیسي جوړوونکو په توګه د افغانستان په رسنیو کې کار کوي.

خو د تلویزیونونو چارواکي دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وایې پدې برخه کې باید غښتلي اسناد وړاندي کړي.