په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د انرژۍ ستونزې او بې روزگاري

پاکستان کې د انرژۍ بحران خپلې لوړې کچې ته رسېدلى دى.

د پاکستان لومړي وزير د انرژې د سپما په موخه په اوونۍ کې د دوه ورځې رخصتۍ اعلا ن وکړ.

ښاغلى گيلاني په لاهور ښار کې د يوې خبري ناستي پر مهال وويل چې په ښار کې به هټۍ او دوکانونه د شپې د اتو بجو وروسته تړل کيږي.

پاکستان کې د انرژې کړکيچ له امله په سل گونه فابريکي تړلې شوي دي او په زرگونو خلکو خپل روزگار له لاسه ورکړى دى.

پېښور کې زموږ همکار رحمان الله د انرژې د کارپوه او د خيبر پښتونخواه د پخواني سر پرست اعلى وزير شمس الملک سره په دي اړه مرکه کړې او په سر کې تري پوښتلي دي چې د حکومت دغه نوى پريکړه به د انرژې د کړکيچ په هوارولو کې څومره گټوره وي.