په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غیرت بهیر وايي ګوند یې د بهرنیانو د وتلو پر شرط کلک ولاړ دی

د انځور حقوق
Image caption ښاغلى بهير د سولې عالي شورا ته د صلاح الدين رباني د ټاکل کېدو هر کلى کوي.

کابل ته د اسلامي حزب راغلى پلاوى وايي دوى په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راوستو په اړه پخپله پخوانۍ تگلاره کې له يو لړ بدلونونو سره راغلي او غواړي چې افغان چارواکي ورسره پرې هوکړه وکړي.

د دغه پلاوي مشر غيرت بهير په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره اوسنى جوړښت ناکام او نيمگړى بولي.

ښاغلی بهیر غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې دې سياسي گوندونه خپل، خپل نوماندان رامخې ته کړي.

د نوموړي په وينا، که هر گوند و نه توانېد چې لس سلنه رايې خپلې کړي، بايد له ټاکنو نه په شا شي.

ښاغلى بهير د سولې عالي شورا ته د صلاح الدين رباني د ټاکل کېدو هر کلى کوي.

د اسلامي ګوند دغه استازی وايي چې دوى له نورو سياسي گوندونو سره خپله پخوانى تربگني شا ته کړې او غواړي له هرې ډلې او هر گوند سره د سولې په فضا کې گډ کار وکړي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له ښاغلي بهير سره مرکه کړې چې هغه لومړى د خپلې راوړل شوې تگلارې په تړاو خبرې کوي.