په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بلوچستان کې ولې هزاره گان په نخښه کيږي؟

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په دويمه پرله پسې ورځ پر هزاره گانو بريد شوى او اووه کسه يې وژل شوي ، يوۀ پوليس هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دوی کې اوه کسان د هزاره قبیلی اوسیدونکي دي.

له پيښې وروسته په ښار کې امینتي وضع ترینگله شوې او چاري حکومت سرحدی سرتيرو ته سپارلي دي.

دا وژنې له ډيره وخت روانې دي خو په تيرو څو اونیو کې په پر له پسې ډول را منځ ته کيږي.

په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د تاريخ د پوهنځي ريس کليم الله بړيڅ د دې وژنو علت داسې څرګند کړ.