په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سنګین: د انټرنېټ نوې بیې ټاکو

د انځور حقوق
Image caption د وزارت د مالوماتو له مخې، افغان حکومت هر کال د نوري فیبر له پروژې نژدې ۶۰ میلیونه ډالره ګټه تر لاسه کوي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوجۍ وزارت وايي، په راتلونکې اوونۍ که به د انټرنټ لپاره نوې بیې په بازارونو کې وضع کړي.

اوسمهال خلک په انټرنیټ مرکزونو کې د انټرنیټ له لوړې بیې شکایت کوي.

خو دغه وزارت اوس وايي، چې په پام کې لري، په هغه نیټ کیفیوو محدودیتونه وضع کړي، چې به په لوړه بیه نیټ پلوري.

په همدې حال کې دمخابراتو وزارات وايي، د نوري فیبر شبکه، چې له تیرو پنځو کلو راهیسې کار پرې روان دی، له ترکمنستان پرته د افغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره نښلول شوې ده.

خو د امنیتي ستونزو له کبله لا هم د غه شبکه ټولو ولایتونو نه ده غځول شوې.

د وزارت د مالوماتو له مخې، افغان حکومت هر کال د نوري فیبر له پروژې نژدې ۶۰ میلیونه ډالره ګټه تر لاسه کوي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف، د اونۍ په ځانګړې مرکه د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ له افغان وزیر، امیرزي سنګین سره په دې اړه خبرې کړي او په سر کې ښاغلی سنګین د نوري فیبر د وروستیو پرمختګونو په اړه مالومات ورکوي.