په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ناټو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه څه ډول تمويليږي؟

د ناټو سرمنشي اندرې فو راسموسين ويلي دي چې په دې باور دى چې په٢٠١٤ م کال له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د پيسو د را ټولو پر سر د نړيوالې تولنې دريځ مثبت دى.

بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو ته د خبرو پر مهال ښاغلي راسموسين له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان ملي اردو لپاره د يو عمومي چوکات د رامنځ ته کولو ژمنه وکړي او زياته ېې کړه چې په غونډه کې د افغان امينتي ځواکونو د لگښتونو لپاره د کاله ٤ مېليارډه ډالره مرستې باندي هم خبري وشوي.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبريال وايي په افغانستان کې اوسنيو شرايطو ته په پام سره د پوځي ايتلاف يو ځاى ساتل به يوه لويه ننگونه وي ځکه چې د سه شنبې په ورځ استراليا اعلان وکړ چې په روان کال کې له افغانستانه د خپل سر يترو استل پيلوي، او کانادا، فرانسېې او هالين له وړاندي افغانستان کې خپل پوځي بوخيتا راکمه کړي ده.

د عنايت الحق ياسني راپور