په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له امریکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک ته چمتو دی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له امریکا سره یې د اوږدمهالې ستراتیژیک ملګرتیا د تړون مسوده برابره کړې ده.

په دغه مسوده کې هغه پيسو کچه نه ده مالومه شوي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به یې امریکا د افغان ځواکونو د سمبالښت لپاره افغان ځواکونو ته ورکوي.

د ولسمشر کرزي ویاند وویل، د دغې مسوې په اړه به سر له سبا نه له جهادي مشرانو او نورو افغان چارواکو سره مشورې پيل کړي.

په دې اړه نور جزيات د ولسمشر وياند ايمل فيضي بي بي سي ته داسې څرګند کړل.