په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ذکي: خپل سياست او هدف مو امريکاييانو ته ووايه

د افغانستان د ملي جبهې په نامۀ د پخوانۍ شمالي ټلوالې يو شمير چارواکو په کابل کې د يکشنبه په ورځ ( د اپريل ٢٢) د امريکا د کانگرس له يو شمير غړو سره وليدل.

دوى وايي دا ليدنه يې د برلين د غونډې دوام و او غوښتل يې هغوى له خپل دريځ او هدف څخه خبر کړي.

دا ليدنه په کابل کې د امريکا په سفارت کې وشوه خو د متحدو ايالاتو سفارت سملاسي يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل چې دوى او يا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له دې ليدنې سره هيڅ تړاو نه لري.

عنايت الحق ياسيني د ملي جبهې له وياند فيض الله ذکي سره د بي بي سي پښتو وېبپاڼې لپاره مرکه کړې ده او پيل د غونډې له موضوعاتو څخه شوى دى.