په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لودین وايي اسمعیل خان د هرات ۱۲ جریبه ځمکه غصب کړې

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیزالله لودین د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسمعیل په فساد تورن کړی دی.

ښاغلي لودین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د اوبو او برېښنا د وزیر له لوري د غصب شوې ځمکې ارزشت شاوخوا دوه ویشت میلیون ډالره دی.

عزیزالله لودین وویل، د اسمعیل خان له لوري غصب شوې ځمکه د خلکو ده، چې نوموړي په خپل او د ښځې په نامه کړې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر د هرات ولایت ځینې چارواکي هم د ځمکې په غصب تورن کړل.

بل خوا، ښاغلي لودین په مالیه وزارت کې کې هم د میلیاردونو افغانیو د فساد خبره وکړه.

د ښاغلي لودین په وینا، د کابل، جلال اباد او حیرتانو له ګمرکونو د میلیاردونو ورکو شوو افغانیو دوسیه به تر ارزونې وروسته لویې څارنوالۍ ته واستوي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي لودین سره دغه مرکه کړې ده.