په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسامه کورنۍ په توره تياره کې له پاکستانه لاړه

پاکستاني چارواکو د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن کونډې او ماشومان په تکه توره تياره کې له خپلې خاورې وايستل.

رپوټونه وايي چې په يوې ځانگړې الوتکې کې د اسامه کورنۍ سعودي ته وليږدول شوه.

اسامه بن لادن د ٢٠١١ کال د مۍ په دويمه نېټه اسلام اباد ته نژدې د ايبټ اباد ښار يوه پوځي مرکز سره خوا کې د امريکايي ځانگړو ځواکونو له خوا ووژل شو.

د اسامه د کورنۍ د ليږدولو په باب ويديو رپوټ وينئ.